د هرات غوریان ولسوالۍ د طالب جنګیالیو تر محاصرې لاندې ده

کابل ټکی کام ۲۸میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې نن سه شنبه د مازدیګر ۵ بجې شاوخوا د دغې ولسوالۍ د قومندانۍ پر ودانۍ باندې د وسله والو طالبانو له لورې سخت برید شوی دی.
د هرات امنیتي چارواکو هم پېښه تأیید کړې ده، او زیاته کړې یې ده چې  طالب جنګیالیو ډله ییز برید کړی دی، او لا هم جگره روانه ده.
د هرات د پولیسو قوماندان ښاغلی عبدالرووف احمدي وايي چې د دغه ولایت یادې ولسوالۍ ته تازه دمه قوه لېږل شوي ده.
چارواکي وایي چې دغه جګړه د امیرک نومي طالب قوماندان له لورې رهبري کیږي.
د یادونې وړ ده چې طالب جنګیالیو تېره ورځ د دغه ولایت د شینډنډ پر ولسوالۍ برید کړی وو.
د شینډنډ ولسوالۍ د ځایي خلکو پر وینا چې یواځې د ولسوالۍ بازار د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی، او نورې ټولې سیمې د طالب جنګیالیو لاسته لوېدلي دي.
ځینې شنونکي وايي چې طالب وسلوال د کندز له سقوط څخه وروسته په جګړه کولو کې پیاوړي شوي دي، او غواړي چې شمالي ولایتونه تر خپلې ولکې لاندې راولي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close