د هغه هيواد ولسمشر که ځایناستی يې ونه موندل شي؛ ښايي کاري دفتر کې ساه ورکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۰)

الجزاير یو له هغه هيوادونو څخه دی چې ولسمشر يې د ۸۲ کلونو په عمر په سختۍ خبرې کوي او په خپلو خپو تګ راتګ نه شي کولای خو بيا هم د دغه هيواد چارې پر مخ بیايي.

د الجزاير پر ولسمشر عبدالعزيز بوتفليقه باندې شاوخوا شپږ کاله وړاندې دماغي سکته راغله چې نوموړی يې د ګرځيدو راګرځيدو له وړتيا وغورځاوه.

ولسمشر بوتفليقه له ۱۹۹۹ څخه د دغه هيواد ولسمشريزې چارې سمبالوي او په فبرورۍ مياشت کې يې يوځل بيا د ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې.

د الجزایر خلک خپل ولسمشر کله ناکله په دولتي تلويزيون ويني چې په وروستي ځل يې په ۲۰۱۶کال کې د يوې غونډې پر وخت داسې مهال وليد چې د معلولينو لپاره پر ځانګړې څوکۍ ناست و.

د الجزاير خلکو د بوتفليقه د بيا ځلې ولسمشرۍ لپاره کانديدو ته مخالفت څرګند کړی او د دغه هېواد محصلين، استادان، وکيلان او ژورناليستانو يې پرضد لاريون کړی وايي د يوه ورک ولسمشر پرلپسې واکمنۍ منلو ته تيار نه دي.

دوی وايي، که د ولسمشر عبدالعزيز بوتفليقه ځای ناستی ونه موندل شي ښايي نوموړی د ناروغۍ او بوډاوالي له کبله په خپل کاري دفتر کې ساه ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close