د هلمند امنیه قومندان: له لاسه وتلې سیمې په موجوده تشکیل نه شي نیولی

کابل ټکی کام ۲۱حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د هلمند امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن سرجنګ رسنیو ته ویلي دي، چې په دغه ولایت کې اته سوه پولیس له دندو ګوښه شوي دي.

ده وویل، چې له تشکیل څخه دومره لوړه شمېره پولیس کمول به دوی ته لویې ستونزې جوړې کړي، او په ښه توګه به عملیات ترسره نه شي کړای، او نه هم له لاسه وتلې سیمې به تر خپل واک لاندې راولي.

دولتي چارواکو ویلي دي، دغه اته سوه پولیس د دیشو او باغران تشکیل وو، چې په نورو سیمو کې په دندو ګمارل شوي وو.

باید ووایو، چې دیشو او باغران ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې دي.

چارواکو ویلي دي، چې د دغه پولیسو د کموالي په وجه نه پوهیږي.

دولتي چارواکو زیاته کړې ده، چې دومره لوړه شمېره پولیس کمول به په دغه ولایت کې نورې امنیتي ستونزې هم راپیدا کړي.

ویل کیږي، چې د هلمند ولایت ۵ ولسوالۍ په ټولیزه توګه د طالبانو په لاس کې دي، او همدا شان د هلمند ګڼې سیمې هره ورځ د امنیتي پېښو شاهدې وي.

د یادولو ده، چې هلمند ولایت د هېواد تر ټولو نا امنه او نا ارامه ولایت دی، چې دولتي چارواکو یې څو ځله د سقوط خبر ورکړی وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close