د هلمند او ننګرهار په  جګړو کې د ولسي وګړو ، د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوه

د افغانستان ځوريدلي ولس د هرې دورې او  نظام په راتلو کې ښه ورځ نه ده ليدلی، عيش او معاش يې د واکمنو مرګ ، ژوبله ، کډوالي او تباهي يې د ولس په برخه نصيب شوې ده . د کمونيستي کودتا په پېل کې تورمخو کمونيستانو د ولس له منځه عالمان ، پوهان ، قومي مشران په سيمه کې مخور او د باور وړ اشخاص د نيولو ، زنداني کولو سره سره په بېلا بېلو عذابونو شهيدان کړل او له هغې راوروسته هم  ولس د خپل منځيو جګړو په اورکې وسوځيده .

د اقتدار او واک په ارمان ليوني جهادي مشران نه يوازې دا چې د هغه مهال د وژنو او کورنو د تباهيو مسؤل وګرځيدل؛ بلکې تر نن ورځې پورې ، چې ولس په کوم اور کې سوزي د دې مسؤليت تش په نامه جهادي او د واک د ليونيانو ترمنځ جګړو په دوام د همدوی په غاړه دی.

د دې کال له پېل څخه تر اوسه پورې په هېواد کې د روانو جګړو په دوام يوځل بيا د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده،  يوازې د هملند په ولايت کې چې دا مهال په باباجي سيمه موسی کلا،  سنګين  او مارجي په ولسواليو کې جګړې روانې دي ولسي وګړو ته پکې زياته مرګ ژوبله اوړيدلي ده .

دولتي ولايتي چارواکي خو بې له دې چې ووايي: طالب وسله وال ، ولس د سپر په توګه استعمالوي ، بل ځواب او د ليل نه لري ؛ اما حقيقت دا دی  چې څومره مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوړي دا د خپلسرو مليشو ، اربکيانو ، ملي اردو او د خپلسريو په نتيجه کې اوړي. د طالب وسله والو په نامه پر ولسي کليو او کورونو ړانده هوانونه ولي!

 او د نورو وسلو په استعمال سره ملکي وګړي وژني ، چې په کورونو د هوانونو ګولۍ لګيدنو پېښې خو په هره اونۍ کې رامنځ ته کېږي . د هوايي بمباريو د پېښو شاهدان خو خپله ولسي وګړي دي ، چې کله هم دولتي ځواکونه د طالب وسله والو په مقابل کې توان له  لاسه وکړی ، پرهوايي بمباريو يې لاس پورې او د طالب وسله والو په نامه ولسي وګړي په شهادت رسوي .

دغه راز د څو اونيو راپه دې خوا ، چې په ننګرهار کې د دولتي خواکونو لخوا د داعشيانو په خلاف يا د داعش او طالب وسله والو ترمنځ جګړې روانې دي ، ولسي وګړي پکې ژوبل او وژل شوي دي ؛ نو راپيداشوې داعش ډله خو ټوله د ولسي وګړو په وژلو لاس پورې کوي ، چې د ننګرهار ولايت په چپرهار ، اچين ، او بټي کوټ ولسواليو کې د جګړو زيات تاوان  ولس ته اوړيدلی دی .

له مرګ ژوبلې پرته څه ولسي وګړي کډوال او د زياتو يې کورونه وران او د سيمي په پرېښودو له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګريوان دي، چې د همدې خپلسريو په نتيجه کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close