د هلمند دسولې کاروان:  امریکایي ولس ته رسوو چې پوځ یې افغان جګړه کې لاسته راوړنې نه لري

په داسې حال کې چې د هلمند د سولې کاروان د امریکا د سفارت مخې ته پرلت وهلی او له امریکایانو غواړي چې افغان سوله کې مرسته وکړي.

دا کاروان یواځې له امریکا غواړي چې به افغانستان کې جګړیزه پالیسي بدله کړي خو د هغوی د وتلو کومه غوښتنه یې تر اوسه نه ده کړې.

د دې څو کسیز کاروان یو مشر (خیبر) په یوه ویدیویي پیغام کې له امریکا میشتو افغانانو غوښتي چې په یاد هیواد کې دې پراخ لاریونونه وکړي او له امریکایي ولس دې وپوښتي چې امریکا ولې په افغانستان کې کومه لاسته راوړنه نه لري.
نوموړي د امریکایی اشغال د ختمیدو غوښتنې پر ځای ویلي، چې امریکا باید یواځې افغانان خپلمنځي جوړجاړي ته وهڅوي او د روانې جګړې د ختمیدو لپاره هر اړخیزې نظامي، سیاسي او تولنیزې لارې وسنجوي.
خیبر ویلي “امریکا میشتي افغانان دې لاریونونه وکړي او امریکایي ولسونو ته دې ووایي، چې ستاسو سفارت او پوځونو موږ ته هغه ډول امن نه دی راوړی څنګه چې ژمنه یې کړې وه، هغوی هیڅ لاسته راوړنه نه لري او باید دجنګ روش بدل کړي“

د دې حرکت ویاند بسم الله وطندوست وایي چې امریکایي ولس ته یو سرخلاصی لیک هم استوو او ترې بوښتو چې

“د امریکا ولس دې له خپل حکومته وپوښتي چې ولې یې په ۱۷ کلونو کې جګړه مهار نه کړه، لامل یې څه دی؟ دا هم ورڅخه وپوښتي چې ولې ستاسو د غلطو پالیسیو له امله جګړه په افغانستان کې ورځ تر بلې خرابېږي.”

طالبانو یاد کاروان استخباراتي پروژه بللې او ویلي یې دي چې دوی د ځانګړو موخو لپاره سولییز پیغام شعار ګرځولی.
باید وویل شي چې طالبانو تیر کال ژمی امریکایي ولس ته په یوه اوږد لیک کې ویلي و، چې پر خپلو چارواکو فشار راوړي ترڅو له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي او کنه نو د دوی د جګړییز شتون له امله به دا جګړه نوره هم وغځول شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close