د هلمند د سولې کاروان: دولت ورسره د اوربند ژمنه ماته کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۰) د هلمند د سولې کاروان وايي، حکومت ورسره هغه ژمنه ماته کړې چې په وينا يې له طالبانو سره به يوطرفه اوربند د يوې مياشتې لپاره غځوي.

د سولې کاروان وياند بسم الله وطندوست ويلي: ” مونږ سره د حکومت له لوري د يو طرفه اوربند ژمنه شوې وه خو زياتوي چې حکومت خپله ژمنه ماته کړه.”

ولسمشر غني تېره ورځ له طالبانو سره د يو طرفه اوربند د پای ته رسېدو اعلان وکړ او زياته يې کړه چې افغان ځواکونه له دې وروسته کولی شي چې د طالبانو پر ضد عمليات وکړي.

ولسمشر غني، لومړی د تېر اختر په ورځو کې اته ورځې اوربند اعلان کړ چې طالبانو هم د اختر له لومړۍ تر درېيمې ورځې اوربند وکړ، د اته ورځني اوربند د پوره کېدو وروسته غني د لسو نورو ورځو لپاره اوربند وغځاوه.

دغه راز غني کابل کې د هلمند د سولې کاروان له غړو سره ژمنه وکړه چې اوربند ته به تر يوې مياشتې دوام ورکوي. خو د سولې کاروان وايي، چې حکومت ورسره کړې ژمنه ماته کړې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close