د هلمند د یو شمېر ولسوالیو امنیه قومندانان د نشه یي توکو قاچاق کوي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۱)

د هلمند د یو شمېر ولسوالیو امنیه قومندانان د نشه یي توکو په قاچاق بوخت دي، خو ولایتي مسؤلین دا توان نه لري، چې یا یې ونیسي او یا یې له دندو لرې کړي.

د هلمند امنیه قومندان وایي، د نشه یي توکو قاچاقبر قومندانان د لوړ پوړو چارواکو او زورواکو ملاتړ له ځان سره لري، او د دوی زور پرې نه رسیږي.

داسې راپورنه هم شته چې د هلمند امنیه قومندانان د مافیا ملاتړ له ځان سره لري، چې د هغې په واسطه جنایي جرمونه او د نشه یي توکو قاچاق پر مخ بیایي.

د هلمندولایت امنیه قومندان پاسوال جان اقا کینتوزویلي: یاد قومندانان له دې لارې غواړي، چې د نشه یي توکو کاروبار یې وده وکړي.

څو ورځې وړاندې د ګرمسېر ولسوالۍ امنیه قومندان غلام ولي شاکرهم د نشه یي توکو د کاروبار په تور ونیول شو، او اوس په زندان کې دی.

د یادونې وړ ده دا لومړی ځل نه دی چې د حکومت لوړ پوړي چارواکي د نشه یي توکو په قاچاق تورن کیږي، بلکي  د بشری ټولنو له لوري د حکومت لوړ پوړي چارواکي د خلکو سره په زور زیاتي او د هغوی د مالونو په لوټولو تورن شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close