د هلمند مارجه نومې ولسوالۍ کې ځینې سیمې د طالبانو لاسته لوېدلي دي

کابل ټکی کام ۱۴عقرب/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر
د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ امنیتي چارواکو د رسنیو له لارې خبر ورکړی دی چې طالب جنګیالیو پر دغه ولسوالۍ د پرلپسې بریدونو په نتیجه کې د ولسوالۍ سیستاني، سفیند، بلاک ۵ او ځینې نورې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستلي دي، دوی وايي چې اوسمهال طالب جنګیالیو د ولسوالۍ د مرکز پر لور مخ په وړاندې روان دي.
د هلمند د والي ویاند ښاغلی عمر ځواک جګړه تأییدوي او وايي د یادې ولسوالۍ ځینې برخې د طالبانو لاسته لوېدلي دي، دی وايي چې امنیتي ځواکونو یې د بېرته نیولو هڅه کوي او عملیات یې پیل کړي دي.
ځايي سرچینو ته ځايي خلکو خبر ورکړی دی چې طالب جنګیالیو د اربکیانو مشهور مشر د «حاجي متوخان» حوزه یې نیولې او د ده کور ته یې اور ورا چولی دی.
همدا راز د مرجې ولسوالۍ امنیتي چارواکو مرکزي دولت ته خبر ورکړی دی، که چیرې له دوی سره په نظامي برخه کې مرسته ونشي، نو ښايي چې نن شپه دغه ولسوالۍ په ټولیزه توګه د طالبانو لاسته ولویږي.
د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ټلیفون له لارې د دریو لویو او مهمو قرارګاوو د نیولو او هم یې د ګڼ شمېر سپکو او درنو وسلو د نیولو خبر ورکړی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close