د هلمند مدني فعالان: که حالات همدا ډول دوام وکړي، نو هلمند به هم د کندز برخلیک خپل کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه۱۲ سلواغه ۱۳۹۴ل) هاشمي عبدالله
د هلمند ولایت مدني فعالان وايي چې په هلمند ولایت کې په پرلپسې ډول ډېری سیمې د طالبانو لاسته لویږي، خو مرکزي دولت او ولایتي اداره یې د ژغورونې په برخه کې چپ پاتي دي.
دوی وايي، «که چیرې حالت همدا ډول دوام وکړي، نو ښایي هلمند به هم د کندز برخلیک خپل کړي.»
دوی همدا شان وایي، مرکزي دولت یوازې د رسنیو له لارې د عملیاتو د پیلولو خبرونه ور کوي، خو د عمل په میدان کې له صفر سره ضرب دي.
د یادولو ده چې په دا وروستیو کې هلمند ولایت د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې له کبله یو نا امنه ولایت وبلل شو، چې ډېری سیمې یې د طالبانو لاسته ورغلي دي.

اړوند مطالب

Close