د هلمند نهرسراج، نادعلي او ګرشک ولسوالیو کې لا هم درنده جګړه روانه ده

کابل ټکی کام ۰۹غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

افغان امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي دي، چې طالبانو له تېرې شپې راهیسې د هلمند ولایت په درو ولسوالیو (نهرسراج، نادعلي او ګرشک) کې د افغان ځواکونو پر پوستو کارنده بریدونه پیل کړي دي، چې اوس هم په شدت سره روان دي.
دغه بریدونه چې له تېرې شپې راهیسې په دغو درو ولسوالیو کې دوام لري، تراوسه پورې د طالبانو په پرتله افغان ځواکونو ته خونړي تمام شوي دي.
د هلمند د لښکرګاه-کندهار پر لویه لاره د امنیتي پوستو قومندان سمونوال ستار خان نورزي هم رسنیو ته د دغو جګړو پخلی کړی دی، او ویلي یې دي، په دغو جګړو کې د الکوزو د ښاخ جګړه دوی ته خونړۍ تمامه شوې ده، چې د دوی د محلي پولیسو یو قومندان سفر محمد هم پکې له منځه تللی دی.
ستار خان نورزي همدا راز وویل، چې په دغه جګړه کې د ملي اردو او سیمه ییزو پولیسو څه دپاسه شل تنه سرتیري وژل شوي دي.
نورزي د جګړې د دوام خبر ورکړ، او زیاته یې کړه، چې له مرکز څخه یې د تازه دمو قوو غوښتنه کړې ده.

دفاع وزارت په هلمند کې د طالبانو بریدونه تأییدوي، خو هلته امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ نه بولي.
طالبانو هم په خپله خبرپاڼه کې جګړه تأیید کړې ده، او ویلي یې دي، چې مقابل لوري ته یې درانده مالي او ځاني تلفات اړولي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close