د هلمند ولايتي شورا په جګړه کې د چارواکو د پاتې راتلو له امله تړل کېږي

کابل ټکی کام ۱۴عقرب/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

د هلمند د ولايتي شورا غړو د دې ولايت چارواکو ته دوه شپې ورځې وخت ورکړی، څو په يو شمېر سيمو کې جګړه کابو کړي.

د ولايتي شورا غړو د يوه خبري کانفرانس له لارې وويل، چې که په ټاکلي وخت کې په باباجي او مارجه کې حالت عادي نه شي، دوی به د راتلونکې شنبې له ورځې د ولايتي شورا دروازه وتړي او کابل ته به ولاړ شي.

د شورا غړي وايي، چې ياده جګړه نږدې له ۲۰ ورځو راهيسې روانه ده او لا هم ښه په زور کې ده.

دوی وايي دې اندېښمن کړي، چې ولې په دومره اوږده موده کې په لوړ ځواک بيا هم دغه جګړه کابو نه ده، خو په وينا يې که په ټاکلي وخت کې هم جګړه کابو نه شي، دوی به کابل ته ولاړ شي، څو هلته لوړپوړي چارواکي له وضعيته خبر کړي.

هغوی د جګړې د اوږدېدو لامل د ځواکونو تر منځ نه همږغي او د ښه مديريت نه شتون بللی دی.

د ولايتي شورا غړو ويلي، باباجي سيمه د ښار څلورمه حوزه بلل کېږي، چې له جګړې اوږدېدو وروسته يې په مارجه کې هم جګړه پيل شوه او دوه ورځې کېږي هلته درنده جګړه نښتې، چې چارواکي يې په کابو کولو کې پاته راغلي.

ياده دې وي، چې د هلمند د ولايتي شورا رئيس تېره ورځ په خپلو څرګندونو کې ويلي وو، چې که حکومت مارجې ولسوالۍ ته بېړنۍ توجه ونه کړي، دغه ولسوالۍ به سقوط وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close