د هلمند ولایت مارجه کې طالب جنګیالي مخ پر وړاندې روان دي

کابل ټکی کام ۱۳عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د هلمند سیمه ییزو چارواکو د رسنیو له لارې خبر ورکړی دی چې مارجه نومې ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو او طالب جنګیالیو تر منځ درنده جګړه روانه ده.
د یادې ولسوالۍ د پولیسو یوې سرچینې ویلي دي چې د سیستاني او بلاک پنج سیمې د طالب جنګیالیو لاسته ورغلي دي.
ځايي خلک وايي چې طالبانو ته پراخې سیمې لاسته ورغلي دي، او مخ په زور کې دي.
په یاده سیمه کې هغه وخت د دولتي ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ جګړې زور اخېستی دی چې د نادعلي په یو شمېر سیمو او د لښکر ګاه په باباجي سیمه کې هم جګړه په شدت سره روانه ده.
همدا راز د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ټلیفون له لارې خبر ورکوي چې نن ورځ د دوی جنګیالیو د افغان ځواکونو څخه دوه پراخې قرارګاوې نیولې دي.
مجاهد د ګڼ شمېر نظامي مهماتو د لاسته راوړلو خبر هم ورکړی دی، او ویلي یې دي چې د دوی جنګیالیو افغان ځواکونو ته درنده مرګ ژوبله اړولې ده.
مجاهد وايي چې اوس هم جګړه په شدت سره دوام لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close