د هلمند ولایت په مارجه کې درنده جګړه روانه ده

کابل ټکی کام ۱۲عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د هلمند ولایت امنیتي مسئولینو د رسنیو له لارې خبر ورکړی دی چې د تېرې شپې را هیسې د دغه ولایت په مارجه نومې ولسوالۍ کې لا تر دا مهاله درنه جګړه دوام لري.
د هلمند د پولیسو له قوله چې تر اوسه پورې یې په جګړه کې ۱۰ تنه وژل شوي دي او ۶ تنه نور ټپيان دي.
د هلمند امنیتي چارواکي د جګړې په هکله وايي چې د مارجې ولسوالۍ پر یو شمېر امنیتي پوستو باندې لمړی د طالب جنګیالیو له لورې د سپکو او درنو وسلو بریدونه پیل شول چې وروسته ترې درنده نښته را منځته شوه.
همدا راز د هلمند د ولایتي شوراء مشر ښاغلي کریم اتل وايي، که دولت د مارجې ولسوالۍ سره مرسته ونکړي، نو لرې نده چې سقوط وکړي.
د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي دي چې د دوی جنګیالیو د یاد ولایت په یاده ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي چې تر اوسه پورې یو شمېر امنیتي پوستې د دوی جنګیالیو خپلې کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close