د هلمند بله ولسوالي هم د سقوط په حال کې

« تبصره »

د دفاع  وزارت  تېره اونۍ اعلان وکړ ،چې  د ۲۰۱۶ کال د پېل سره مو پر مخالفو وسله والو د ځانګړو عملياتو پلان جوړ کړ  ، چې د دې پلان په جوړولو سره د کورنيو چارو  په  وزارت کې له  وزيرانو پرته  د نظامي جنراالانو او امنيتي ارګانونو مسؤ لينو پراخه غونډه وکړه ويې ويل ، چې له دې وروسته  به د وسله والو مخالفينو څخه د لاسه وتلې لرې پرتې ولسوالۍ هم ونيول شي ؛ خو د اونۍ په دوام کې د هلمند ولايت خانشين د ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړل شو.

د نوي کال۱۳۹۵ په راتګ  سره  په کابل  پلازمينې او بلخ ولايت کې د غونډو  په  جوړولو سره چارواکو  ولس ته ډاډ ورکړ  ، چې د نوي کال د امنيت ساتلو لپاره زمونږ ځواکونه  پوره چمتو والی لري ، چې د هوايي ځواکونو  په مرسته  زمونږ امنتي پوځونه د تېر کال په پرتله  غښتلي شوي دي دا دی همدا  اونۍ روانه ده ،چې د هلمند ولايت ديوې بلې ولسوالۍ چارچينو د سقوط راپورنه  تر لاسه شول.

د هلمند ولايت نه مرکز ته را رسيدلي راپورونو کې ويل شوي ، چې وسلوالو طالبانو د دوو ورځو را په دېخوا د چارچينو د ولسوالۍ د ښولو لپاره جګړه پېل کړې ده او د هوشي  او دوسنګ کوتل په سيمه کې سخته جګړه روانه ده .

طالبانو د چارچينو د ولسوالۍ په خوا و شا پوستو هم بريدونه پېل کړي دي ، د چار چينو د ولسوالۍ يو نظامي چارواکي د نوم د نه ښودلو  په شرط رسنيوته ويلي:  که د چارچينو ولسوالۍ  پو ځي ساتونکو ته  نورې مرستې ورونه رسول شي ؛ د چارچينو ولسوالي د سقوط په حال کې ده.

ټول نظاميان دجګړې دکاميابيو لپاره تبليغات ګټور بولي او د جګړې د ګټلو لپاره  تبليغات ځانګړی رول لري،  په ۱۸۳۹م کې چې انګريزانو الکزاندر برنس دجګړې د ماموريت قوماندان کابل ته را ولېږه ، غوښتل يې چې د شاه زمان امپراتوري ختمه کړي  او ټول واک يې خپل شي ؛ خو د انګريز د جګړې قوماندان برنس به ويل : څومره سوچ  چې د جګړې د ګټلو لپاره کېږي ؛  په هغه اندازه تبليغات پکاردي ، دا نه چې جګړه پرشا روانه وي او تبلغات دپرمختګ کېږي.

د ملي يوالي د حکومت ددفاع وزارت همدا ډول روان دی  ورځ تر ورځې ولسوالۍ له  لاسه ورکوي او تبليغات دکاميابيو کوي.

 زه خو وايم  چې زموږ دفاع او کورنيو چارو په وزارت کې د داډول روحيې اشخاص  په ګوته  شي چې د جګړې  پرځای د سولې او امن لاره ونيسي؛  نور ددې  مظلوم ولس له سرونو د جګړې تورې  وريځې له منځه  لاړې شي، د هېواپه  سياسي ګوندونو، قومي او نظامي مشرانو کې جګړې په ځای د امن او سولې احساس راپيداشي ، چې دسولې لپاره شرايط برابرکړي، نور هغو ځوانانو له اوږې ټوپکې کوزې کړي ، چې  په ډزو يې ولسي وګړي وژل کېږي ؛ نور د ولسواليو دسقوط د خبر پر ځای ولسواليو کې د امن او پرمختګ راپورنه ورکړل شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close