د هلمند په سنګین کې وسله والو طالبانو ۵تنه امنیتي عسکر وژلي

کابل ټکی کام ۱۵سنبله/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

د هلمند ولایت له سنګین ولسوالۍ څخه په را رسېدلیو راپورونو کې ویل شوي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د یو برید په ترڅ کې د قمندان زري په سیمه کې د ملي امنیت پنځه سرتیري وژلي.

دا برید چې دوه ساعته وغزېد، دواړو خواوو سپکې او درنې اسلحې پکې استعمال کړې چې په نتېجه کې طالبانو دوه ټانګونه، دوه لوی موټران او یو د تېلو ټانکر له منځه یوړل.

په یاده سیمه کې ځايي طالبان ادعا کوي چې د برید په پای کې یو شمېر اسلحې هم لاس ته ورغلي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close