د هندي ځواکونو تازه بريد او د دواړو هېوادونو یوبل ته خبرداری

راپورتاژ: عبدالرحمن

هندي ځواکونو يو ځل بيا د پاکستاني کشمير تر واک لاندې پر سيمه وسله وال بريد کړی چې له کبله يې شپاړلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي سرچينې وايي، د هندي ځواکونو له خوا له بمبار وروسته د کنترول پر کښه د دواړو هېوادونو تر منځ حالت لا نور ترينګلی شوی چې په ترڅ کې يې تيره شپه هندي ځواکونو د پاکستان تر واک لاندې کشمير سيمه کې وسله وال بريد کړی دی.

چارواکي وايي، هندي ځواونو په بيلابيلو سيمو ډزې کړي چې پر مهال يې نيکال سيکټر سيمه کې د يوې کورنۍ درې ميرمنې او په بل ځای کې يو ماشوم وژل شوی، يوولس تنه نور ټپيان شوي دي.

د پاکستان تر واک لاندې کشمير  کې د اطلاعاتو وزير مشتاق منهاس وايي، سيمه کې بيړنی حالت اعلان شوی، ټولې روغتيايي، تعلیمي او سرکاري ادارې رخصت شوي او مرستنديه ادارو ته د هر ډل چمتووالي امر شوی.

د مشتاق منهاس په وينا، د هندي ځواکونو ډزو ته پاکستاني ځواکونو هم ځواب ويلي خو تر اوسه له هغې خوا د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکول شوی.

ويل کېږي د وروستي تاوتريخوالي له رامنځته کېدو وروسته پر پوله د دواړو هېوادونو د ځواکونو تر منځ وخت ناوخت ډزې تبادله کېږي.

هند ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو د پولې ور اوښتو هڅه کوله چې دوی يې ځوابي ډزو ته اړ کړل وايي په دغه ډزو کې يې د پاکستاني ځواکونو پنڅه  څوکۍ زيانمنې کړي دي.

له بله پلوه هند او پاکستان يو بل ته خبرداري ورکړي او د بريدونو ګواښونه يې هم کړي دي.

هند وايي، که اړتيا شي د جنګيالیو ډلو په نښه کولو لپاره به پاکستانۍ خاورې ته ور واوړي خو پاکستان ويلي چې هيڅ ځواک به ونه شي کولای د دوی پر خاوره حمله وکړي.

د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشمال سوراج پرون وويل، د هندي ځواکونو له خوا په پاکستاني کشمير کې په بريد خوښي څرګندوني. هغه چې هند دعوه کوي په ياد بريد کې يې د جیش محمد وسله وال په نښه کړي خو پاکستان دغه ادعا ردوي.

بل اړخ ته د پاکستان ولسمشر عارف علوي وايي، هيڅوک نه شي کولای پر پاکستان بريد وکړي او د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم ويلي چې د هند د بريد ځواب به ورکړي.

د پاکستان د پوځ وياند غفور اصف غفور وايي، هندي ځواکونو پر ملکي ځايونو برید کړی زياتوي د “هند هوايي ځواک الوتکې له څلورو تر پنځو ناټیکل میلونو پورې د پاکستان هوايي حریم ته ننوتي او پاکستاني هوايي ځواک ننګولې او د ستنېدو پر مهال يې جبه نومې سیمه کې څلور بمونه غورځولي دي”.

دغه راز نومووړی وايي، پاکستان به د هند بريد ته داسې ځواب ورکړي چې خلک به حيران کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close