د هند اتراپردېش کې تندر ۳۲ تنه ووژل

کابل ټکی کام ۱۶سنبله/۱۳۹۴
راپور: انصار
د هند د اتراپردېش په ايالت کې د سخت باد او باران په دوام کې په دوو ايالاتو کې د تندر د پرېوتو له امله ۳۲ تنه وژل شوي دي.
د هند دولتي رسنيو راپور ورکړی، چې لومړی په اتراپردېش او بیا اندراپردېش ايالت کې سخت باد او باران دوام وکړ، چې په دواړو ايالتونو کې د باد او باران په نتيجه کې تندر پرېووت او د ۳۲ تنو د وژل کېدو سبب وګرځېده.
همدا دولتي سرچينې زياتوي، چې د هند په ختيځ اړيسا ايالت کې نور ۹ تنه هم د يو بل تندر په پرېوتو کې وژل شوي دي.
د هند د يادو ايالتونو د تندر قربانيان غريب او ځمکه وال کارکوونکي وو، چې په ځمکو کې په سخت باد او باران کې راګېر پاتې وو.
په هند کې هر کال د پشکال پر مهال د تندر پېښې رامنځته کېږي، چې ډېری د پشکال د موسم تندر په کورونو او ځمکو پرېوځي، چې پکې کروندګرو ته مالي او ځاني زيان اوړي، په دې پېښو کې ۶ ښځې هم وژل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې، په هند او پاکستان کې زيات اورښتونه د پشکال په موسم کې کېږي، چې د اورښتونو او سېلابونو له امله کلو او ولاړو فصلونو ته تاوانونه رسېږي.
په ۲۰۰۵ کال کې د پشکال د سېلابونو له امله د پاکستان د پېښور په چارسدې سيمه کې ۵۶ کلي او تر ۸۰۰۰۰ زره جريبه زياته ځمکه اوبو لاندې کړې وه