د هند پر ځای کاناډا یا برېتانیا ته کډه کوو – افغان هندوان او سکان

د جلال اباد ښار تر وروستۍ چاودنې وروسته، په افغانستان کې مېشت سکان او هندوان وايي چې د هند پر ځای کاناډا او یا هم برېتانیا ته د کډې وړلو اراده لري.

هندۍ ټایمز اف انډیا ورځپاڼې نن جمعه خبر ورکړی چې افغان هندوان او سکان د هند پر ځای په کاناډا او برېتانیا کې د اوسېدو هیله لري.

یوه افغان سک، منپال سنګ، تېره ورځ پنجشنبه، له کابله د ټلفون پر کرښه انډیا ټایمز ته ویلي، ”هند ته د تللو اراده مو نشته. کوم کسان چې مخکې هلته هند ته تللي، اوس هم د تابعیت ترلاسه کولو ته انتظار دي او له ګڼو کړاوونو سره مخ دي.“

نوموړي ټایمز آف انډیا ته زیاته کړې، ”که څه هم افغان سکان او هندوان د خپل امنیت په اړه وېره لري خو هر هندو او سک غواړي چې کاناډا یا برېتانیا ته کډه وکړي، خو هند ته نه.“

د افغان سکانو او هندوانو د فلاحي ټولنې مشر، خاجندر سنګ، وايي دا ټولنه هند ته د افغان سکانو او هندوانو کډوالي غوره نه ګڼي. ”زموږ د تابعیت ستونزه لا هم پر ځای پاتې ده او اوس حکومت زموږ د ستونزو د پلټنې لپاره یوه کمېټه تشکیل کړې ده.“

د United Sikhs Mejindarpal Kaur په نوم د سکانو د یوې ان جي او مشرې ویلي، دوی د کاناډا لومړي وزیر، جسټین ټروډو، ته لیک لېږلی، چې له نوموړي یې پکې په خپل هېواد کې د افغانستان سکانو او نورو لږکیو ته د پناه ورکولو غوښتنه کړې ده.

د جلال آباد د برید صحنه / Ghulamullah Habibi/EPA, via Shutterstock

افغان سکانو او هندوانو وروسته له هغه کاناډا او برېتانیا ته د تللو هوډ کړی چې د تیرې شنبې په ورځ، په جلال آباد ښار کې پر افغان هندوانو او سکانو د یوه برید په پایله کې، چې داعش ډلې یې پړه پر غاړه اخیستې او سرتېری برید بلل شوی، نږدې ۱۹ کسان، چې زیاتره یې هندو او سک وګړي وو، ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

په نښه شویو خلکو جلال آباد کې له ولسمشر اشرف غني سره لیدنې ته انتظار کاوه چې برید پرې وشو. په وژل شویو افغان سکانو کې یو هم راتلونکو پارلماني ټاکنو ته یوازینی سک نوماند، اوتار سنګ خالصه، و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close