د هوايي بمباريو او ملکي تلفاتو په اړه د حامدکرزي اعلاميه او د اولس غبرګون

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۰)

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د ګډو ځواکونو د وروستيو بمباريو- عملياتو له امله د ملکي خلکو په تلفاتو خواشيني څرګنده کړې او د هغوی ورته ډول کړنې يې ظالمانه اعمال بللي دي چې په خپله رسمي فسبوک پاڼه يې دغه اعلاميه خپره کړې او افغانانو ورته بيلابيل غبرګونه ښودلي دي.

تيره اوونۍ په ننګرهار، لغمان، لوګر، ميدان وردګو او يو شمير نورو ولايتونو کې د ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو او بمبارۍ کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د حامدکرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: حامد کرزی زیاتوي ”په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي او پرمختګونه او لاسته راوړنې هم لري، نظامي عملیات او د عامو خلکو وژنه د سولې د پروسې خلاف بولم او په کلکه یې د بندېدو غوښتنه کوم” .

د نوموړي دغه اعلاميې ته د هغه پر فسبوک پاڼه افغانانو بيلابيل غبرګونه ښودلي او د نجيب عبدالزي په نوم يوه تن ورته ليکلي: “جناب كرزى صاحب تاسو په خپل وخت کی چی تقریبا دیارلس کاله و تولی مرینی د په کلکو تکو وغندل نو مهربانی وکره داسی یو مثال ووایه چی دکلکو تکو په غندلو بدل شوی وی افسوس ددغی کلمی د دیر تکرار سخه ستری شوی یوو”

مجيد اریوبي ورته ليکلي، ستا د څوارلس کلنې دورې پر مهال څومره ملکيان په شهادت رسيدلي؟ ستا په دوره کې امريکايانو څومره جنايتونه کړي؟ کومه ورځ دې د هغوی جنایتونه غندي، ډير مکار سړی يې ستاسو له لاسه افغانستان برباد شو.

د ميرويس خوګياڼي په نوم فسبوک کارن ليکي: څوارلس کلونو کې چيرته وې؟ هغه مهال چې ودونه، جنازې، هديرې او ډير عامه ځايونه دې بمبار کړل.

همدارنګه د مجيداله حکيمزي په نوم فسبوک کاروونکی ليکي: “غندل یانی چی؟؟؟؟ داسې پیښې خو د کابل سند چرسیان هم غندي. تاسو فقط فېسبوکي تبلیغاتو او غندنو ته کش ورکړۍ. عمل کې مو څه کړي دي. همدا د جمیل صبر او زخمیانو ته دوعا کوم درد دوا کولای شي؟؟؟؟؟
بس ټوله ورځ مو د هېواد په سیاسي اوضاع جر و بحث، غندنو او دوعاګانو او لافو تېر شو.”

افغانستان ته د امريکايي ځواکونو له راتګ وروسته حامدکرزی دوه دورې حکومت مشر پاتې شوی چې په دغه موده کې د بهرنيو ځواکونو شپني عمليات پيل شوي او په ځلونو د هغوی په بمباريو، چاپو او د بې پيلوټه الوتکو بريدونو کې ملکي خلک هدف ګرځيدلي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close