د هوږې استعمال د ډېرو ناروغیو درملنه

عرفان خوږیاڼي

 هوږه د خطرناکو ناروغیو مخنیوي هم کولی شي.
که غواړي چې وزن مو کم، صحت مو روغ، د ویني پیشار( بلډ پرئیشر) مو نارمل، د سترګو دید مو روښانه، او معده مو پیاوړي اوسي… او هر ډول کمزوري مو له وجود څخه ورکه سې نو د هوږي خوړل پیل کړئ.

د خوراک لومړۍ طریقه:

څلور داني هوږه سپینه کړئ،میده میده یې کړئ، او بیا یې یو ګلاس ګرمو اوبو ته واچوئ، او دوې کاچوغي عسل ورسره مکس کړئ په کاچوغه یې سره ولړئ… او په تش نس (ګیډه) وڅیښئ… او لس دقیقي ورسته بیا دوه ګلاسه خالي اوبه هم پسي وڅیښئ … ورسته که بیا ناشته کوئ او که نه خپله خوښه مو ده.
دا طریقه هر سهار(15) ورځي په پر له پسي ډول استعمال کړي په دې سره به ستاسې معده پیاوړي سې او د ویني چربي به خپل نارمل حالت ته راټیټه سې… د سترګو دید به مو ډېر روښانه سې ( یعنې د سترګو د دید کمزوري به مو ختمه سي)،دماغ به مو تازه(فریش) وي، او په جسم کې د هر ډول میکروبونو مخه نیسي. یعني خطرناکې باکتریاوي له منځه وړي،د زکام ناروغي هم له منځ وړي، د هډوکو دردونه ورکېږي ، د جسم عضلاتو ته قوت وربخښي، او تل مو ځوان او طاقتور ساتي….

دوهمه طریقه:

لس داني هوږه میده میده کړي… بیا یې په یو ګلاس ګرمو شیدو کې واچوي، او د یوې کاشوغي څلورمه برخه میده کړې تور مرچ، او دوې کاچوغي د لیمو اوبه ورسره مکس کړئ په کاچوغه یې ولړئ، په ورځ کې یې یو ځلي استعمال کړئ ( که سهار وي او که ماښام فرق نه لري) په دې سره به ډېري ګټي درته ورسیږي… هغه کسان چې د ژړ ژړي ناروغي لري د هغوي ناروغي به ورکه شي، هغه کسان چې مردانه کمزوري لري د هغوي کمزوري به رفعه شې، د نارینه او ښځینو د پاره ګټوره درمل دي، که نارینه جسمي کمزوري ولري او که ښځینه د دواړو د پاره ګټه ورکوونکي دوا ده، او هغه کسان چې خوب نلري د هغوی د پاره هم ګټه رسونکي دوا ده. نجونې د میاشتنی ناروغي په وخت ډېر تکلیف احساسوي د نجونو د پاره ګټوره دوا ده، نجونې کولی شې چې په میاشت کې یې څلور ځلي هر وخت استعمال کړي، او هغه کسان چې خپله غوسه نشي کنترولولی د هغوې د پاره غوره درمل دي.
دریمه_طریقه:

پینځه دانې هوږه به میده میده کړې نیم ګلاس مستو (دہی) (yogurt) ته به یې واچوي، دوې کاچوغي د لیمو اوبه هم ورواچوي او سره (مکس) وییې لړئ، په تش نس یې هر سهار او ماښام وڅیښئ. تر 20 ورځو پوري.
په دې سره ډېري ګټی درته رسیږي. هغه کسان چې د خولي بد بوئي لري د هغوی بدبویوالي به ورک شي، هغه کسان چې د پښو تلي یې سوځي د پښو د تلو سوځل به یې ورک شې، د جسم چربي به یې نارمل حالت ته ښکته شې، (LDL او HDL) به یې نارمل حالت ته ښکته شې، هغه کسان چې معده یې جوش کوي د هغوی د پاره هم ګټور درمل دي، او هغه کسان چې د ویني فشار یې هر وخت لوړ وي په دې سره به د ویني د فشار لوړوالي خپل نارمل حالت ته ټیټ شې، او د هډوکو کمزورتیا چې په وجود کې وي هغوي ته قوت هم ورکوي.

څلورمه طریقه:

هوږه د وریښتانو علاج هم کولی سې.
د انسان د سر وریښتان چې رژیږي یا تویږي ځیني علتونه لري. د کمزوري څخه هم رژیرږي، د ډېر فکرکولو یا تشویش کولو څخه هم رژیږي….
لس دانې هوږه میده میده کړې یعنې ویې ټکوئ، یوه دانه پیازه اوبه کړي، او یوه دانه د کورنې چرګۍ هګۍ ورسره ګډه کړي او ښه سره ولړي(مکس) یې کړي… او بیا یې په خپلو ویښتانو پوري ووهئ، ټول سر مو ارام ارام په مالیش کړي، د یوه ساعت د پاره همداسې پریږدې، ورسته یې په ګرمو اوبو پریمنځي، په لسو ورځو کې به د وریښتانو رژیدل بند سې، د سر وریښتان به نرم او توروالي پیدا کړي، او که یې دوامداره استعمال کړي تر یوې میاشتي پوري نور نوي ویښتان به راپورته شي. په بیلابیلو درملو خپلې پیسې ورکوي خو دا درمل خپله ځان ته جوړ کړي او استعمال یې کړي.
یادونه:

د پیازو اوبه هم د ویښتان د تویدو مخه نیولي شې او نور تازه ویښتان راپورته کولی شې. یوه دانه پیاز اوبه کړي او د سر ویښتان په مالش کړئ دوې میاشتي یې پر له پسي سهار او ماښام تکرار کړي ګټه به یې خپله درته معلومه سې. وخت غواړي په یوه ورځ او لس ورځو هېڅ ګټه نه درته معلومیږي ګټه یې میاشت ورسته درته معلومیږي، چې یوه میاشت یې پر له پسي استعمال کړي.

تاسې کولی شئ چې هوږه سپینه کړي او په غاښو یې وژویاست بیا یې تیره کړي یا ویې خورئ دا چې هوږه ډېره توندوالي لري خوړل یې ډېرې ګټي لري خو ځیني کسانو ته یې خوړل لږ تکلیف لري خالي هوږه نشئ خوړلای هغوی کولی شې چې هوږه د شیدو، مستو، او یا خالي اوبو سره وخوري. یعنې یوه هوږه دې خوري په خپلو غاښو دې یې وژوئي او اوبه دې پسي څښي یا دې مستي او یا شیدې پسي څښي…. هوږه خوړل د جسم د هر ډول ناروغئ مخه نیولي شې، او د سرطان د خطرناکې ناروغي مخه ډپولی سې، په خپلو غاښونو اوښه ژوول بیا یې تیرول په دې سره غاښونه قوت پیدا کوي او د غاښو جراثیم مکروبونه ټول له منځه ځي، د غاښو درد هم ورکېږي.
که د چا په وجود چې سرې سري هر ډول داني وي هغوي کولی سې چې هوږه میده میده یعنې ښه یې وټکوئ او بیا دې یې په خپلو دانو وموږي. داني به یې ډېري ژر ورکې شي او ټپ به یې هم له منځ ولاړ شې.
کوښښ وکړي چې هوږه په هغو ټولو خوراکي شیانو کې استعمال کړي کوم شیان چې د خوړلو د پاره پخوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close