د هوږې او شیدو یو ځای څښلو بې شمېره ګټې

عزیر اسدخېل

آیا پوهېداست چې هوږه او شیدې یو ځای خوړل د روغتیا لپاره ګټور دي؟ که څه هم کېدای شي تراوسه به مو داسې څه نه وي اورېدلي او په لومړي سر کې به یې خوند هم نااشنا وي، خو وروسته به ورسره اشنا شئ، په ځانګړي ډول کله چې یې په ګټو هم خبر شئ.

د هوږې دوه یا درې پلی له یو ګیلاس شیدو او یو څه اوبو سره په یوه لوښي کې ګډ کړئ. وروسته یې پر اور کښېږدئ، خو لړئ یې مه. کله چې نیمايي پاتې شو، له اوره یې راکښته کړئ او تر لږ څه سړېدو وروسته یې وڅښئ. دا عمل څو ورځې پرلپسې تکرار کړئ.

په دې سره به لاندې غښتلې روغتیایي ګټې ترلاسه کړئ.

لومړی:

بدن ته یو ځل بیا تازه قوت ورپه برخه کوي که څه هم انسان سپین ږیری وی.

دوهم:

د بدن دفاعي سیستم ته قوت وربخښي او هر ډول وایرسونه له مینځه وړي، که  څه هم د ایډز وایروس وي.

دریم:

په بدن  کې موجود هر ډول چینجي او بکتریاوې له مینځه وړي.

څلورم:

د پروستات غُدې د هر ډول پړسوب او غټیدا مخنیوی کوي.

پنځم:

د غدو پړسوب پای ته د پای ټکی ږدي.

شپږم:

په انفلونزا د اخته کیدا نه مخنیوی کوي، او که څوک مخکې له مخکې پرې اخته وي هغه هم ختموي.

اووم:

د وینې لوړ فشار ختموي، او شریانونه له غوړیو پاکوي.

اتم:

وینه له زهریله موادو پاکوی، او کوم زهریله مواد چې د خوړو له لارې بدن ته ننوځي د هغې مخنیوي هم کوي.

نهم:

که فرضا د دې په  څښلو سره مو له خولې  بوي ځي  نو له هر ځل څښلو څخه پنځلس دقیقې  وروسته د مالټې پوټکی وخورئ، دغه بوی به هم له مینځه لاړ شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close