د هيواد امنيت په نازک پړاو کې

د تيرو کلونو په نسبت په دې وروستيو درې مياشتو کې د هيواد نا امني ډير خراب او نازک پړاو ته رسيدلې ده، چې يواځې افغان چارواکي، امريکا او ګاونډيان نه، بلکې په ملګرو ملتونو کې د امنيت شورا يې هم انديښمنه کړې، وايي که د افغانستان په اړه جدي اقدامات ونه شي، تر دې بد حالت ته به ورسيږي.

د ملګرو ملتونو د سازمان سر منشي (انتونيو ګروتريش) په يوه غوونډه کې چې د افغانستان په حالت يې خبرې کولې، ويلي چې د افغانستان امنيت د ډير نازل پړاو څخه تيريږي، که په لنډ وخت کې پرې غور ونه شي، امنيت به يې نور هم پسې خراب شي.

ګوتريش ويلي چې په تيرو ١٧کالو کې د کمکي اختر په درې ورځو کې افغان ولس د امن سا واخسته او نور ټول وخت يې په وير او ساندو کې تير کړ او لا پسې په دام لري.

د ګوتريش خبره پر ځای ده، خو بايد ګوتريش په دې هم غور وکړي چې د افغانستان امنيت چا خبراب کړ؟ چا په افغانستان کې وير او ساندو ته زمينه برابره کړه؟ او څوک دې چې همدې په وير او ماتم لړلي حالت کې د نورو بدامنيو لپاره په يوه او بل نوم پلمې جوړوي، څو په افغانستان کې جګړه دوامداره وساتي.

افغان ولس دا مني چې په تير کمکي اختر کې د طالبانو او حکومت تر منځ درې ورځني اوربند کې د اختر خوشحالۍ په کورونو او دوستانو سره په ګډه تر سره شوه، خو ملګرو ملتونو بايد له همغه درې ورځني اوربند څخه په ګټه له امريکا غوښتي واى چې په افغانستان کې د دايمي اوربند لپاره له افغانستانه د خپلو پوځونو د وتلو مهالويش وټاکي.

ټوله نړۍ په دې پوهه ده چې په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنيو پوځونو د موجوديت پورې تړلې ده، که بهرني پوځونه په دايمې توګه په افغانستان کې پاتې شي، جګړه به هم دايمي وي او افغان ولس به يې په اور کې سوزي، امريکا او ملګرو ملتونو ته ښه څرګنده ده چې افغانانو تر هغې د روسانو په مقابل کې جګړې ته دوام ورکړ، څو روسان او د هغوی غلام رژيم يې نسکور کړ.

ملګري ملتونه د افغانستان په حالت ښه خبر دي او د افغانستان د مسئلې په حل هم ښه پوهيږي، خو دا چې ولې سپينه خبره نه کوي، همدې جملې د افغانستان مسئله له حل څخه بهر کړې ده. که د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي ګوتريش د افغانستان د مسئلې حل وغواړي، په يوه اونۍ کې ټولې ستونزې حل کولاى شي.

په افغانستان کې ورځ په ورځ امن مخ په خرابيدو دی، له درې مياشتو راهيسې حالات ډير خراب شوي دي، د افغان حکومت تر منځ د همغږۍ، اداري فساد، د راستنيدونکو کډوالو ستونزې، د مخدره موادو د قاچاق زياتوالى، په لويو لارو کې غلا او ډاکې او په نشه يي توکو د روږدو زياتوالى، دا ټول هغه څه دي چې په هېواد کې يې امن له منځه وړی او حکومت يې سقوط ته نږدې کړی دی.

په مرکز کابل او د هېواد په ختځ ننګرهار کې پرلپسې مرګونه او د حکومتي چارواکو له لوري د داعش ملاتړ او هغوی ته جلب و جذب د يادونې وړ دي، چې تر هر وخت يې د هېواد امن خراب کړی دی او ډير ژر به د هېواد د ختيځ نا امني په ټول هيواد دومره اثر وکړي چې د ملګرو ملتونو انديښنې به نورې هم پسې زياتې کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close