د هیلو تصویر

جبیر احمد مشهود

زما په اوښکو لمبېدلی تصویر
ګرځوم ځان سره ښاغلی تصویر

اخ پاکي هیلې ځوانیمرګه سولې
سو راته پاته نا ویلی تصویر

بلا یوه دنیا دردونه لري
ارمانه ستا دا نازولی تصویر

اوګوره تا پسې را ونړېدم
سم مي له لاسه غورځېدلی تصویر

ستا له نظره خو لوېدلی یمه
ما دي نظر کي لا ساتلی تصویر

خیر دی هجران په وصال واړوه نن
زه به دي ونیسم سپېڅلی تصویر

خیر که مي نشته د انګړ ډیوه ګۍ
ما دي په ستورو دی ګنډلی تصویر

مشهوده ها کنډر کنډر وګوره
اخ په لوګیو سوځېدلی تصویر

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close