د هیواد روستي حالات او د رسنیو بې انصافي

رسنۍ د ولسونو ليدلوری بلل کيږي او هغه څه دي چې حقایق درک کوي او بيا يې په خپله رسنيزه ژبه بې له کوم قيد او شرطه د عام ولس تر غوږونو رسوي.

همدا رسنۍ دي چې ولسونه له تباهۍ او بربادۍ ژغوري. خو له بده مرغه موږ په خپل هيواد کې دا ډول رسنۍ ډېرې لږې لرو چې حقایق نشر کړي، او هغه هم بيخي په نشت حساب دي. زموږ د هيواد ټولې رسنۍ يوازې د اوسنۍ ادارې او نړيوالي ټولنۍ په چوپړ بوختې دي او د ديموکراسۍ په ستاينو کې دومره ژورې تللي دي چې ازادي او خپلواکي پيژني هم نه! او ولس ورته هيڅ معنا نه لري بس دوی فکر کوي چې ولس يوازې غرب دی او يوازې غرب په دې نړۍ د ژوند او حکومت کولو حق لري.

او د ديموکراسۍ د ملعون او چټل قانون پروپاګند زموږ په ګران هيواد کې نشروي. او بيا په خپله هم وايي چې موږ د ديموکراسۍ د اصولو او قوانينو پابند يو؟؟؟؟

 

په افغان ولس چې په دې وروستيو کې کوم ظلم او وحشت پيل شوی ساری يې په تاريخ کې نشته، په تېره بيا هغه ظلمونه او وحشتونه چې په فارياب کېظالم ګلم جم دوستم وکړل قلم يې له ليکلو بلکل عاجز دی، او چنګيز ورڅخه په قبر کې امان غواړي. یا هغه وحشت چی دوه ورځی مخکی د لوګر په زرغون ښار کی وشول.

دا هر څه په افغان ولس تېر شول خو چا ذره قدرې هم د دغو ظلمونو او وحشتونو پرده پورته نه کړه او په ځای د دې چې د ولس د دفاع لپاره غږ پورته کړي، پر ولس دغه ظلمونه يې د طالبانو تورونه او تهمتونه وبلل.

او بيا د همدغه ظالم او وحشي دوستم ظلمونه د دولت د دفاع په نوم هم يادوي.

د افغانستان رسنۍ عجيبه قضاوت کوي. هغه څوک چې د حق لپاره سرونه نظرانه کوي هغه د دولت مخالف وسلوال شول او د دوستم په څير ظالم ته د وطن مدافع لقب ورکوي.

زمونږ له ټولو رسنيونه دا غوښتنه ده چې خپل اصول وپېژنۍ او له اوصولو نه بهر راپورونه نه نشروي

د رسنیو مسؤلینوته وایو چې تاسو د افغان ولس سترګې يئ تاسو افغان ولس ګرنګ ته له لويدو وساتئ! هغه څوک مه پريږدئ چې د افغان ولس غږ په ستوني کې خپه کول غواړي، حقایق نشر کړئ چې د اخرت په ورځ الله ج ته جګې سترګې ودرېږئ! او نعم البدل ورځخه واخلئ!

د غربیانو ستاينې مو ډېرې وکړې خو بي له تاوانه يې هيڅ ګټه درته ونه کړه . تاسو ته ډېره سپېڅلې دنده در په غاړه ده دا دنده په حقيقي بڼه سرته ورسوئ!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close