د هیواد له تکړه شاعر او لیکوال داد محمد ناوک سره د کابل ټکی کام مرکه

فرهنګي او هنري ارزښتونه څنګه تعریفولی شو او کوم څه زمونږ فرهنګي میراث تشکیلوي ؟

مرکیال : فرید افغان

د هیواد له تکړه شاعر او لیکوال داد محمد ناوک سره مو ادبي مرکه کړی، چې خپلو مینه والو ته یی وړاندې کوو.

د لومړۍ پوښـتنې په توګه؛  فرهنګي او هنري ارزښتونه څنګه تعریفولی شو او کوم څه زمونږ فرهنګي میراث تشکیلوي ؟

ناوک : هنر د فرهنګ برخه ده؛ تر فرهنګي ارزښت وړاندې به پر فرهنګ خبرې وکړو، عموماً د یوې ټولنې، ملت یا هم امت د ژوند ډول د هغوی فرهنګ جوړوي، اوس نو د فرهنګي ارزښتونو پېژندنه اسانېږي، یعنې هغه څه چې زموږ د هویت برخه وګرځېده، زموږ ارزښت ګرځي، لیکنې، شعرونه، فوکلور، جامې، دودونه… البته د ارزښتونو درجې متفاوتې دي، مثلاً د مسلمان پر حیث زموږ لومړنی ارزښت زموږ دین دی، دویمه درجه کې د هویت پر خاطر او دا چې الله جل جلاله زموږ د یو بل د پېژندلو نښه ټاکلې «قوم» دی، البته دلته باید غیر مستقیم د نشلنیزم انګېزه ذهن ته رانه شي، ځکه د نشنلیزم اساس پر دې دی، چې خپل قوم تر نورو ټولو غوره دی، زیاتې که ظالم وي که مظلوم، حق وي که ناحق؛ خو اسلام چې موږ ته د کوم ډول قومیت د ساتلو اجازه راکوي، هغه د برترۍ او کمترۍ وسیله نه شي کېدلی، صرف د پېژندلو د یوې نښې په توګه يې باید وساتو؛ نور نو د الله جل جلاله پر وړاندې ښايي له قومي اړخه له موږ نه ډېر لرې پروت قوم د تقوی په خاطر الله جل جلاله ته نږدې وي. همداسې ژبه، له دیني اصولو سره برابر دودونه او نور… همدا څرګندونې، همدا ارزښتونه او همدا فرهنګ چې موږ ته زموږ تېرو را پرېيښی زموږ فرهنګي میراث دی، که يې موږ په اوسني بحراني وضعیت او فکري یرغل کې راتلونکو نسلونو ته سلامت وروسو، لویه توره به مو کړې وې.

د هنري ارزښت؛ خبره یو څه متفاوته ده، که څه هم هنر د فرهنګ په غېږ کې ټوکېږي، وده کوي او ښايي پکې ومري؛ خو هنري ارزښت بیا کله کله فرهنګي پولې نه پېژني او ښايي د ګرد بشر ـ کافر او مسلمان ـ لپاره یو ډول ارزښت ولري، مثلاً که د رسامۍ هنر را واخلو نو دا هنر له ځان سره دا ارزښت لري، چې د رسم په وسیله مقابل لوري ته یو پیغام ورسوي او دا پیغام په کوم قوم، دین او ټولنه کې محدود نه شي؛ مثلاً د یوې طبعې منظرې له رسامۍ نه په افغانستان کې هم د اروپا په یوه لرې کلي کې هم ښايي یو ډول خوند او پیغام واخیستل شي، خو پر دې سربېره که په ټوله کې خبره کوو، موږ هنر هم د خپل لومړني ارزښت (دین) په چوکاټ کې باید وپالو؛ دا خبره زه غونډو کې هم ډېره کوم، چې هغوی چې استدلال کوي چې په مطلق ډول هنر له دین سره کومه اړیکه نه لري، هغوی بې دینه هنر زېږوي او پر دې سربېره که له دیني لیده ورته ونه ګورو، له عرفي اړخه هم ښايي د یوې ټولنې هنري تولید، په بله کې هنري تولید ونه ګڼل شي؛ مثلاً اروپايي ټولنه کې د لغړو فلمونو لوبغاړي ممثلین، بلل کېږي، کار يې هنر بلل کېږي او تولید يې هنري هڅه؛ خو اسلام دا ټول مردود بولي.

پوښتنه؛  ولې لویدیځوال پر رسنیو زیاته پانګونه کوي او په روان وضعیت کې ریښتینی رسنیز مسؤلیت څه دی چې باید اړوندان یې ورته ځیر شي؟

ناوک: یوازې لویدیځوال نه؛ بلکې په شرق کې هم زموږ ګاونډیان پر رسنیو لویه تکیه لري، هغوی حتی د رسنیو هنري خپرونې هم د یو سیاسي یا هم «خپل دیني» هدف لپاره برابروي، سیاسي خپرونې خو يې بې له هغه هم د همدې موخو لپاره دي، خو دا چې موږ فعلاً د لوېديځ مستعمره یو، له بده مرغه؛ نو ښه ده چې پر همدې مسئله لږ تم شو، ما خپلو خاطرو کې هم لیکلي چې لومړی ځل کله امریکایان زموږ کلي ته راغلل، راډیوګانې يې راوړلې، چې له لمره هم چارجېدلې، زه نو اوولس کاله وړاندې ماشوم وم؛ خو دا فکر به راسره و، چې دا راډيو خو نه د خوارک شی دی، نه د پوښاک؛ هغه بېټرۍ يې له جلا مصرف دی، نو ولې امریکایانو راوړلې، خو وروسته پوی شوم، چې له همدې راډیو، نه حامد کرزی زموږ په کور کې را غږېده.

دوی د همدې تبلیغاتو په زور د روان بد وضعیت او خپلې ناکامۍ اصلیت پټوي، کنه که ټول هغه څه چې روان دي په رښتینې بڼه رسنیز شي؛ سمدستې د جګړې وضعیت بدلولی شي، مثلاً هغه وخت چې فیسبوک نه و، نو په نظامي برخه کې بوختو ځوانانو خپل حالت یوازې د تلویزون له کمرې لیدلی شوای، چې هلته به د دوی ستاینې کېدلې، وزیرانو به ستایل او امریکایانو به يې تقدیرول، خو اوس چې فیسبوک عام شوی، نو د اصلي وضعیت، پر امنیتي ځواکونو د حکومت او بهرنیانو بې باوري، بې پروايي، خپلمنځي بریدونه، بې اتفاقي او نه همغږي ټول میدان ته راووتل او دې شیانو طبعاً د دواړو لوریو د جنګیالیو پر روحیه اغېز کړی.

رښتینی رسنیز مسؤلیت د رښتنې او ژمنې رسنۍ نه کېدلی شي، موږ داسې رسنۍ چې بشپړ اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنه وي، یا نه لرو؛ يا چې د ګوتو په شمېر ځینې انلاین شته، هغوی کله کله په تبلیغاتي پاڼو بدلې شي او رښتینی اصولي ژورنالیزم يې تر سوال لاندې راشي، خو بیا هم زما هیله ده، چې ځینې هغه ویبپاڼې چې ولس ته بې پري فکري او خبري مواد وړاندې کولی شي، ژورنالیستکي اصولو ته هم پام وکړي، بیا یو څه ګوزاره کېدلی شي، خو له دې سره سره د لوېدیځ د لوی تبلیغاتي پوښښ پر وړاندې زموږ ټولې هڅې ډېرې کمې دي، چې باید هر مسؤل او ژمن لیکوال خواله رسنیو کې هم خپل حق ادا کړي.

پوښـتنه؛ په وروستیو کلونو کې د ژباړې کلتور پیاوړی شوی او ګڼ شمیر آثار له نورو ژبو پښـتو ته را اوښتـي،ستاسو په آند دا هڅې کومه نتیجه لري او دا چې ژباړن باید د ژاړې پر مهال کوم میکانیزمونه په پام کې ونیسي؟

ناوک: دا له یوه اړخه ډېر لوی، مهم او ښه کار دی او له بله اړخه ځینې سخت ضررونه هم لري، چې باید پام ورته وشي، ښه والی يې په دې کې دی، چې په ادبي، اقتصادي، سیاسي، ساینسي، ټولنیز او ارواپوهنیزو برخو کې له نورو ټولنو سره نږدې کېږو، له هغوی خبرېږو او یو څه زده کوو. زموږ ټولنه لکه چې په علمي برخه کې شاته ده، په ادبي او ګڼو نورو برخو کې هم پر ځان تکیه نه یو، مثلاً موږ په ادبیاتو کې لا هم تر اوسه د خپلو هنري تولیداتو لپاره پردۍ تیوري لولو او د عربي، اردو یا پاړسي کره کتنې کتابونه را ژباړو، چې دا پرخپل ځای ګټه او تاوان دواړه لري.

تاوان يې په دې کې دی، چې په ژباړه کې د ژباړن لپاره ژباړه سخته نه ده، خو د ژباړې لپاره کتاب ټاکل ډېر مهم دی، چې له بده مرغه زموږ ګڼ ژباړن ملګري له دې ستونزې سره مخ دي، دوی کله د خپرندوی تر احسان لاندې راشي او داسې څه وژباړي چې بازار به ولري، خو علمي ګټه يې ډېره کمه وي، مثلاً په دې وروستیو کې د بازارموندنې، بډايۍ ترلاسه کولو او ارواپوهنې په برخه کې ځينې اثار ژباړل شوي، چې زه يې له ملګرو سره په غونډو کې هم یادوم او ښه اغېزه نه لري، ځکه دا کتابونه لیکوالو د خپلو ټولنو لپاره لیکلي، چې هلته یو څه تطبیقېدلی او ګټه ترې اخیستل کېدلی شي، خو دلته هغه اغېز نه لري، مثلاً د ارواپوهنې په برخه کې د کورنیو اړیکو په اړه هغه څه وايي چې زموږ له دیني اصولو سره ښکاره په ټکر کې راځي، مثلاً د فرویډ ځينې فرضيې او څرګندونې، چې نن سبا ځينې سیکولر افغان لیکوال ورته ډېر تبلیغات کوي؛ د هغه په وسیله دوی غواړي کورنی نظام تخریب کړي، دغسې د شتمنۍ د تر لاسه کولو په برخه کې اثار چې کله یو ځوان لولي نو ذهناً هغه تیار میلونر شي، خو چې کله سره راپورته کړي، ګوري د غزني په کوم کلي کې ناست وي، حیران شي چې دا لارې چارې اوس څنګه تطبیق کړم؟ په پای کې هغه له یو ډول ذهني کشمکش سره مخ کېږي او په لوی لاس د کمترۍ احساس پر مرض اخته کېږي.

نو مهمه دا ده، که موږ جوړ نظام لرلی، د ژباړې او کتاب چاپونې لپاره به مو اصول لرل، علمي بورډ به مو لاره او هرڅه به د اړتیا او هنر پر اساس رامنځته کېدل، اوس چې له دې نعمته بې برخې یو، نو ښه ده چې ژباړن ملګري د یو اثر تر ژباړې وړاندې د دې اثر د اغېز، ګټې او راتلونکې په اړه فکر وکړي، بیا پرې پیل وکړي.

پوښتـنه؛ اوس وخت کې ډیری سریالونه دي چې له نورو کلچرونو څخه افغانانو ته په پښتو اودري ژبو ژباړل کیږي او بیا پراخه کچه خپریږي، ستاسو په آند دا ډول هڅې د ځوان نسل پر فکر څه اغیزې لري؟

ناوک: څو ورخې وړاندې مې فیسبوک کې هم لیکلي و، زده کوونکو ته مې د هندي او امریکايي ټولنو په اړه خبرې کولې، د هغوی ذهن دا نه منل، چې په دې هېوادو کې دې غریب او بې وسه خلک وي، د پیسو د تر لاسه کولو لپاره دې يې ان مېرمنې ځان‌فروشۍ ته اړې شي؛ دا يې زړونو ځکه نه منل چې دوی نه په هندي، نه ترکي او نه امریکايي سریالونو کې دا لیدلي چې دا ټولنې په اخلاقي او ان په اقتصادي برخه کې څومره لوېدلې دي. پر دې سربېره زموږ پر نوي کهول له ذهني اړخه حتی د خبرو کولو پر ډول لا تاثیر پرې باسي، څو کاله وړاندې چې خلک نوي کډوال راغلي و، یا هم دلته مېشتو ځينو ښاریانو د اسلام حاکمیت د طالبانو شخصي ملکیت باله؛ دوی داسې انګېرل لکه له زندانه چې خلاص شوي وي، هر څه ته يې له افراطه په ډک انداز لاس غځاوه، څو ورځې وړاندې مې هم یو چا سره بحث کاوه، چې څو کاله مخکې کابل ښار کې پتلون کړي ځوانان سخت ډېر و، ان پېغلو همدا لباس کاوه؛ خو اوس بېرته خپل کلتور ته رجوع کوي، دوی ماړه شول؛ ويې لیدل چې د دې فرهنګ خوند څنګه وي، ګټه يې څومره وي او تاون يې څه دي، اوس سخت محدود کسان په تېره بیا پېغلې او ښځې چې له بهرنیانو سره کار کوي، لباس يې زموږ له ملي لباس سره بدل وي، نور نو بېرته موږ خپل وضعیت ته ان شاءالله را ګرځو؛ اصلاً د امریکا په مشرۍ  د ناټو یرغل موږ ته له هره اړخه زیان رسولی، ماته دا ابادي نه ښکاري چې زموږ  محدود سړکونه دې پاخه وي، محدود کسان دې پیسه دار او ماڼۍ دې يې اسمانڅکې شي، خو له اخلاقي او دیني اړخه خدای مه کړه صفر ته په تقرب کې شو، همداسې د پوهنې اړوند چې حکومت او بهرنیان يې ډال ډال کوي، خو زه د دې ډګر د یو فعال او دخیل کس په حیث دا اعتراف کوم، چې موږ په کمیت کې ډېرې پېغلې او ځوانان له ښوونځیو، تر پوهنتونونو او ماسټریو ورسول، خو په اخلاقي برخه کې مو له بده مرغه د تاریخ پر تندي تور داغ ایښی دی؛ اوس هم که تاسې په ګوګل کې په پښتو سرچ کړئ، چې د هېواد په تعلیمي او نورو ادارو کې له ښځینه‌و سره زموږ چلند څنګه دی، د سړي تندی خولې کوي.

رسنۍ او د دې رسنیو له لارې د پردیو سریالونو خپرولو هم دغسې پراخ تاوان را رسولی، لکه څنګه چې پراخه پانګونه پرې کېږي، د دې لپاره یو استدلال دا کېږي، چې رسنۍ شته، تمویل يې شته او دا وضعیت به روان وي، که يې څوک نړوي ښه نه کوي، باید بدل شي، د بدلېدو لپاره وړاندیز کېږي چې باید موږ خپل سریالونه ولرو، خپلې ډرامې ولرو چې نه مو له کلتور سره ټکر کې وي، نه د پردي کلتور لپاره تبلیغاتي کار وشي؛ خو دا کار د یو سالم نظام تر چتر لاندې په سالمه بڼه کېدلی شي.

پوښتـنه؛ ولې د مطالعې هنر کمزوری شوی لاملونه یې څه دي او دا چې ځوانان د ځان پوهولو په خاطر اوس ولې تر بل هرڅه سوشل(آنلاین) نړۍ ته ارزښت ورکوي؟

ناوک: مطالعه هغه وخت پراخېدلی او خوندوره کېدلی شي، چې د ذوق پر اساس وي؛ نه د مجبوریت پر اساس؛ له بده مرغه زموږ ډېری ځوانان علمي مطالعه یا د مجبوریت له مخې کوي يا يې نه کوي؛ خو هنري مطالعه بیا کوي، شعر لولي، کیسه او ناول لولي، خو د شعر په اړه کره کتنه یا بحث، د ناول په اړه تیوري په مشکله لولي یا يې نه لولي؛ همدارنګه دیني او فکري مطالعه چې په اوس وخت کې ډېره مهمه ده، ډېر محدود ځوانان کوي، دا ګڼ علتونه لري، هغه ټولنه چې ګېډه يې په ډوډۍ نه وي مړه؛ په مشکله به مطالعې ته ارام ذهن پیدا کړي، پر دې سربېره هغوی چې مطالعې ته وخت لري، دوی بیا ستاسې په خبره خواله رسنیو «سوشل میډیا» کللک کړي دي او خواله رسنیو کې موږ تر علمي بحثونو پر سیاسي او فرد محوره بحثونو او د حالاتو په نظامي وضعیت ډېرې خبرې کو، دا ډول وضعیت په دوامدار ډول ډېرې بدې اغېزې تر شا پرېږدي. نو کاش هغه ادارې چې ټولنیزو خدماتو کې مصروفي دي، د مطالعې لپاره سیالۍ اعلان کړي، ځينې غونډې جوړې کړي او فرهنګي او ادبي ټولنې له مشاعرو سره برابر ارزښت مطالعې ته ورکړي، پخپله وضعیت سمېږي. مطالعه ډېره مهمه ده او دا هم مهمه ده، چې د حدیث شریف له مفهوم سره سم، مطالعه باید د روایت لپاره ونه شي، چې بیا يې بل چېرته روایت کړو، بلکې د عملي کېدو لپاره وشي.

پوښتنه؛  د مکتب او مدرسې ترمنځ واټن باید څنګه راکم کړو،  د اړوندو ادارو مسؤلین په دې برخه کې کوم مسؤلیتونه لري؟

ناوک: دا ډېره مهمه پوښتنه ده، دلته حاکمیت داسې دی چې په لوی لاس د ښوونځي او مدرسې تر منځ واټن جوړوي او ان جګړه يې د همدې په وسیله روانه کړې، تر ادارو پورته لومړی مسؤلیت حاکم وضعیت ته راجع کېږي، چېرته چې د حکومت واک دی، حکومت مسؤلیت لري چېرته چې طالبان واکمن دي هغوی مسؤل دي، اړوند ادارې دا توره کولی شی چې د مدرسې د طالبانو او ښوونځیو د  زده کوونکو تر منځ علمی سیالۍ جوړې کړي، د لوبو ځينې مسابقې برابرې کړي، ګډې فرهنګي ټولنې جوړې کړې، که امکان وي ګډې رسالې خپرې شي، پر دې سربېره طالبان باید ښوونځیو ته سر ور ښکاره کړي او زده کوونکي باید مدرسو ته ور شي، دغه تګ راتګ اړیکه ټینګوي، د فضا خړپړتوب له منځه وړي. پر دې سربېره د مسؤلینو لپاره مهمه داده چې طالبانو ته ور پام کړي چې د ښوونځي مضامین هم باید ولولي، د ښوونځي زده کوونکي باید دا خپل مسؤلیت وبولي چې حد اقل د کوچنۍ دورې کتابونه په مدرسو کې ولولي. اصلاً دغه اصطلاحات چې د دې دوو بنسټونو د زده کړو لپاره استعمالېږي، غیر مستقیم پر سیکولریز اعتراف دی، دا چې د مدرسې زده کړو ته دیني زده کړې ویل کېږي او د ښوونځي «عصري» دا دا مانا لري چې په دې عصري زده کړو کې یا دین نشته، یا پکې مهم نه دی یا هم دویمي درجه لري او په دیني زده کړو کې ګواکې عصریت نشته، د اوسني عصر ځواب نه شي ویلی. (نعوذبالله)؛ زموږ اساس یو دی، زموږ زده کړې یو ډول دي، زموږ اصلیت عقیده ده، زموږ چوکاټ دین دی او موږ ټولې اوسنۍ زده کړې په همدې چوکاټ کې غواړو او ګډې يې غواړو.

پوښتنه؛  فکري جګړې ته کوم تعریف لرو او په دې برخه کې د تعلیمي او فرهنګي اداراتو  مسؤلیتونه څه دي؟

ناوک: فکري جګړه یعنې د یو فکر پر وړاندې د بل فکري فکري مبارزه، چې هغه لومړی فکر له پښو وغورځوي او پخپله حاکم شي؛ اصلاً «فکري جګړه» موږ ته داسې منفي ترکیب ښکارېږي، په داسې حال کې چې د ټولو نورو جګړو غوندې کېدای شي ناروا وي، کېدای شي سپېڅلی جهاد وي؛ یعنې که څوک د اسلامي فکر د له منځه وړلو لپاره کار کوي، فکري جګړه پر مخ وړي او دا ناروا فکري جګړه ده؛ که څوک د اسلامي فکر د ترویج، دوام او خپراوي لپاره کار کوي، فکري جګړه کوي خو مقدسه جګړه او د دې تقدس زموږ د دین پر اساس دی. مسؤلیتونه سخت ډېر دي، موږ نه یوازې نظامي مستعمره یو، بلکې فکري هم نږدې غرق شوي و، خو لله الحمد چې د دیني علماوو، ځينو فرهنګي بنسټونو او اشخاصو په مرسته بېرته وژغورل شو، ځينې محدودې پېښې، سیمې یا اشخاص مهم نه دي، هغوی لکه باد راوړي، دلته رېښې نه لري، هوايي راغلي، هوايي خبرې کوي او هوا کې پاتې کېږي؛ خو پر دې سربېره تعلیمي او فرهنګي ادارې دا مسؤلیت لری چې خپل ارزښتونه وپېژني او د دې ارزښتونو د ساتلو لپاره خلک وروزي، دا يې لویه توره ده؛ په فکري برخه کې مبارزه په احساساتو نه کېږي، ساړه مغز او لوی تحمل غواړي، قوي استدلال او مناسبه ژبه غواړي، هغوی چې فکري مبارزه پر مخ وړي، باید خپل فکر يې هم پوره پېژندلی وی او خپل فکر ته متوجه ګواښونه يې هم سم درک کړي وي، دا ډېره مهمه ده.

د آخری سوال په توګه : د یوه فعال ځوان په صفت،  ځوانانو ته مو څه پیغام دی چې خپل ټولنیز مسؤلیتونو ته ځیر او فکري جوړښت یې د  پردیو ارزښتونو منلو څخه وژغورل شي؟

ناوک: مطالعه، له ديني او روحاني اشخاصو او ټولنو سره اړیکه، سخته مهمه ده؛ زه دا په تکرار وایم، چې علماء نه یوازې د دین را رسوونکي دي، بلکې حتی زموږ د ایمان ساتونکي هم دي؛ هغوی چې ادبیات لولي یا پکې کار کوي، یا هم ژورنالیزم کې بوخت دي، یا هم په نورو برخو کې زده کړې کوي، یا يې لري، دا باید هېر نه کړي چې اسلام د جامع نظام ټټر وهلی، زموږ د ژوند ټول مسائل دیني لید ته اړتیا لري، هیڅ وخت کې باید ځان داسې احساس نه کړو، چې دې پېښه، دې مسئله یا هم دې برخه کې دیني زاويې ته اړتیا نشته، موږ باید په دین کې ډوب شو. او ایمان مو په رګ رګ کې وغځېږي، دا سخت کار دی، لوی کار دی، خو د ژوند په څېر مهم کار دی، د دې لپاره مبارزه مهمه ده، کار مهم دی، زه ډېر وخت وایم، چې اوسني وضعیت کې مسلماني ډېره سخته ده. خو بیا هم زموږ ځوانان باید په لوی لاس د کمترۍ احساس ونه کړي، موږ سخت غني فرهنګ لرو، موږ د مسلمانانو په حیث داسې تاریخ تر شا پرېیښی، چې که يې ولولو، د ولاړېدو مورال راکوي، پر ځان باور راکوي او د پرمختګ لپاره پخپله ګام اخلو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close