د هیواد له پوځي الوتکو شخصي استفاده کېږي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲) الماس خدرخیل

که څه هم په افغانستان کې له دولتي امکاناتو شخصي استفاده کول کومه نوې خبره نه ده؛ خو د ولسي جرګې يو شمېر غړي او پوځي کارپوهان وايي، چې له پوځي الوتکو او امکاناتو شخصي استفاده ملي خيانت دی.

دوی اندېښنه کوي او وايي، هغه څوک چې له دولتي امکاناتو شخصي استفاده کوي بايد نومونه يې افشا شي.

د ولسي جرګې غړی فتح الله قیصاري وايي: د هوايي ځواکونو قومندان دې د شکايت پر ځای بايد له نظامي توکو د استفاده کوونکو نومونه افشا او مخنيوی يې وکړي.

په ورته وخت کې د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان عبدالوهاب وردګ له یوې خصوصي راډیو سره په مرکه کې ويلي، چې یو شمېر دولتي مسؤلین او ځیني سوداګر له پوځي الوتکو شخصي استفاده کوي.

د قومندان د ادعا په اړه د ولسي جرګې غړی قيصاري وايي: ((موږ یې خبره تائیدوو، خو یوه هیله ترې کوو هغه دا ده چې د هغو کسانو چې ناوړه استفاده کوي نومونه دې واخلي که د شکایت پر ځای یې په مېړانې نومونه اخیستې وای دا به بهتره وه)).

د افغانستان دفاع وزارت له الوتکو شخصي استفاده کول تائيدوي او وايي، چې د مخنيوي لپاره يې هڅې په کار اچولي دي.

د يادونې ده، چې دا مهال د نړيوالو په مرسته د افغانستان دفاع وزارت شاوخوا ۱۰۰ ډول ډول جنګي الوتکې لري چې په نظامي برخو کې ترې استفاده کوي.

د شنونکو په وينا په افغانستان کې شخصي مليشې او خپلسرې وسله والې ډلې د حکومت په چوکاټ کې د خپلو ګټو په خاطر له دولتي امکاناتو استفاده کوي، چې د خپلسرو وسله والو ډلې افغانستان له يوه نوي بحران سره مخ کولی شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close