د هېواد په کلیو او بانډو کې د چاپو دردونکي وحشتونه! زويه کلي ته مه رازه

ډاکټر یوسف اکبری

مبایل مې له جیبه راوویست، مور ته مې زنګ وواهه، خبرې یې د پخوا په شان خوږې نه وې، ما ترې وپوښتل، رنځوره خو به نه یې؟

نه شکر روغه جوړه یم.

ولې غوصه ښکارې؟

نه یم غوصه، خو ګوره چې کور ته رانشې؟؟!!!

ولې مورې؟ څه خبره ده؟

بس، زویه مه راځه!

غلی شوم، دوه دری ځل یې غږ وکړ؛ خو خبرې یې خفه کړم.

بیا یې وویل:

زویه!

چاپې دي، مخکې یې یواځې مسجدونه بمبارول خو اوس د مسجد څنګ ته کورونه هم بمباروي او بله دا چې هر څوک په سترګو ورځي وژني یې.

دا څلورمه ورځ ده، چې د شپې ډوډۍ په مازدیګر کې خورو او بیا د کور دروازې بندوو او د ماما کره دې ځو شپه هلته کوو.

مه راځه یخ هم زیات دی، چې راشې هم خوشحالي نشته، څوک چې وینې، په څېرو یې خړ ګردونه پرېوتي وي.

ما اسوېلی وایست، مور ته مې وویل، سمه ده نه درځم.

مبایل مې بند کړ او د راتلونکي لپاره خیالاتو یوړم او چورتونو کې ډوب شوم.

ولې بمبار؟

کورونه ولې!؟ مسجدونه ولي؟!

ولې جومات ولې؟

د ماشومانو څه ګناه؟

د ښځو څه ګناه؟

د سپین ږیرو څه ګناه؟

افسوس!

اوس خلک دومره وېرېدلي، چې مور اجازه نه درکوي چې کور ته راوګرځې ځکه غواړي چې د خپل زړه ټوټه وویني خو له دې ویریږي چې صفر یک او صفر دو او امریکایان به یې ورته په سرو وینو کې ولمبوي.

تيره شپه، د پکتیکا په برمل کې، د وردګو په سیداباد کې او د ننګرهار په حصارک او… او… او …. او لا یې ګوره هره شپه مو په خواږه خوب ویده تنکي ماشومان د شپې د ظالمو چاپو له کبله د تل لپاره داسې ویده کیږي چې بیا نه راویښیږي.

خبره د ماشومانو تر بیرحمانه وژلو راورسیده، خدای خبر چې دا یهود او نصارا به د دې ملت د بچیانو د وژلو لپاره په راتلونکي کې نورې څه ډول او څومره نسخې اماده کړې وي. خو هیوادوال مو لا هم د شنې او سرسبزه د دنیا په نشو کې په مستۍ بوخت دي، د دا ډول ظالمانه وژنو په اړه خبریږي، خو د نشې له کبله هیڅ ډول عکس العمل نشي ښودلای، ځوانان مو د کرکټونو په نشو، سوداګر مو د ګټو وټو په نشو، او عام خلکو مو د ډودۍ پیدا کولو په نشو داسې بوخت دي چې تر هغې نه ویښیږي چې تر څو پر دوی او د دوی پر بچیانو د صفر یک قطعې کوم بم نه وي وربرابر شوی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close