د “وامعتصماه!” سوې کړیکه اوس بې اغېزه ده!

کتاب: ﺃﺧﺒﺎﺭ ﺍﻟﺪﻭﻝ ﻭﺁﺛﺎﺭ ﺍﻷﻭﻝ.

ژباړنه او زیاتونه: م. حمد الله(دانشمند)

تاریخ راوړي: معتصم په یو مجلس کې ناست و، د شربتو جام یې په لاس کې و؛ خبر راغی چې یوه مظلومه تور سرې رومي کفارو د “عموریة” په ښار کې یرغمل کړې.(د نوموړې معصومه څېره د ځناورو په واک کې ده؛ د هغې معنوي شتمنۍ له لوټ سره مخ ده؛ له روحي او بدنې آذیتونو نه کړېږې…).

یوه ورځ یوو کافر ورته په معصوم مخ بې زړسویه څپیړه ورکړه؛ د هغې له خولې نه د “وامعتصماه”(اې معتصمه! ستا د مرستې په تمه یم) سوې کړیکه ووته!

یاد کافر ورته په مغروره ژبه د مسخرې په توګه کړه: معتصم به اوس پر برګ آس سپور ستا مرستې ته را و دانګې!

 

معتصم د یادې کیسې په اورېدو ولړزېد، د غیرت له امله یې د تړمو اوښکو سیلاب د ګریوان پر لوري را مات شو؛ په لاس کې نیولي د شربتو جام یې په رېږديدلي لاس بیرته مهر کړل، خادم ته یې ورکړل؛ د نوموړې خورکۍ سوې کړیکه یې په غوږونو کې انګازې کوې؛ یو امېل سوچونه یې د زخمي فکر میلمانه دي: زه د هوس پر بستر د ارام خوبونه کوم؛ خو یوه مسلمانه، عفیفه او بې دفاع تورسرې د تورو تمبو شاته د وحشت ترخې شکنجې زغمي؛ زموږ پتمنې د دنیا له هر راز اسانتیاو نه برخمنې دي؛ خو د یادې پتمنې د پت او عفت پر لمن د یرغلګرو تورې او ناولې منګولې خښې دي؛ او… ایا د دومره زور او ځواک سره-سره زه ځان معذور وګڼم؟!

 

سوړ اسوېلی یې و ویست؛ ویې ویل: زما د قسم په الله پاک وي! که تر هغه زما په وړاندې شربت وڅښم ترڅو مې چې یاده پتمنه د وحشت له کړیو ویستلې او د یاد کافر مرۍ مې غوڅه کړې نه وي.

 

په سبا سخته ورځ ده، د زمکې پر مخ د واورې سپین پړونی غوړېدلی دی، یخ په کامله توګه خپل ځواک ښوودلی، څوک توان نه لرې چې خپل لاس له لستوڼي نه بهر کړي او پرلیندۍ خپله ولکه ټینګه کړي؛ لښکر یې د”عموریه” پر لور د غزا له پاره و خوځاوه، سپارښتنه یې وکړه: ټول باید پر برګو آسونو سپاره شو.

 

همداسې وشول، (۷۰۰۰۰) مسلح پوځ یې د یاد ښار څنډو ته ورساوه؛ ښار یې محاصره(کلابند) کړل، ورو-ورو یې د محاصرې کړۍ تنګوله ترڅو یې چې ښار په مکمله توګه تر خپله ولکه لاندې را وست؛ کله یې چې په یاده پتمنه سترګې ولګېدې؛ د اوښکو په بدرګه یې ورته کړه: “لبّیكِ، لبّيكِ…”(معتصم ستا په خذمت کې دی).

هغه کافر یې وموند کوم چې نوموړې یې اسیره کړې وه؛ ورته یې کړه: دا دی معتصم د خپلې مسلمانې خور د عصمت(ساتنې) او دفاع په پار پر برګ آس سپور راغی.

 

نور یې حوصله له لاسه ورکړه، سمدستي یې مرۍ ترې غوڅه کړه؛ د یادې پتمنې له مړوندو یې وسپنیزې زولنې خلاصې کړې؛ الله پاک خبر دی، چې هغه به د خوښۍ په کوم پړاو کې وه! ساقي ته یې کړه: اوس زما شربت راکړه؛ چې په مزه-مزه یې وڅښم؛ اوس یې څښل ځان ته روا ګڼم.

 

المأخذ: “ﻛﺘﺎﺏ ﺃﺧﺒﺎﺭ ﺍﻟﺪﻭﻝ ﻭﺁﺛﺎﺭ ﺍﻷﻭﻝ ﻓﻲ ﺍﻟﺘﺎﺭﻳﺦ”[ ۶ / ۱۰۰]. مع زیادة.

ــــــــــــــ

خو اوس د “وامعتصماه!” سوې کړیکه بې اغېزه شوې! بې شمېره پتمنې مو د کفارو په زندانونو کې د پت او عفت له زوال سره لاس او ګرېوان دې؛ رنګ رنګ ربړونه او کړاوونه ګالې؛ د بورما، حلب او… مسلمانان: نر-ښځې د اسلامي نړۍ له مشرانو نه په بیا بیا د”واامسلماه!” زړه بوږنوونکې چیغې وهي؛ خو دهغوی ضميرونه او جذبې ګاڼه شوې؛ د معتصم په څېر ترې د مرستې تمه د عنقا ښکارول دي اوبس!

 

په نړۍ کې مستضعفو، ځورېدلیو مسلمانانو! له الله پاک نه پرته مو بله چاره نشته؛ هغه(جل جلا له) ستاسو پر هر راز مرسته برلاسی دی؛ ځکه نو همغه الله پاک ته د زاریو ځولۍ وغوړوئ

 

د اسلامي نړۍ تش په نامه مشران له خپلو اولسونو نه دفاع نشي کولای؛ د کفارو په مداهنت او تملق تېروتي؛ داسې انګېري چې د هغوی د کینې توره بلا پر بله مهار ده؛ خو دا خوب دي اوبو ته ووایي، بلا بدې پیلې به د دوی د اوږو پېټي وي؛ هغوی یې و داړلو ته لیوني سپي په دندو ګماري او دوی دي ورته د میني او محبت لاسونه جوړه وي.

 

دنبی علیه السلام مبارک یو حدیث را یاد شو، فرمایي: ((يوشك الأمم أن تداعى عليكم كما تداعى الأكلة إلى قصعتها فقال قائل ومن قلة نحن يومئذ قال بل أنتم يومئذ كثير ولكنكم غثاء كغثاء السيل ولينزعن الله من صدور عدوكم المهابة منكم وليقذفن الله في قلوبكم الوهن فقال قائل يا رسول الله وما الوهن قال حب الدنيا وكراهية الموت))[ ابوداؤد ، و البيهقی].

 

ژباړه: نږدېده چې دوښمن امتونه به له تاسو سره د جګړې په پار یو او بل ته داسې بلنه ورکوي، لکه: د خوراک پر مهال چې خوړونکي کاسې ته سره را بلي. چا ترې و پوښتل: دا به پر موږ د قلت(کمښت) له امله وي هغه مهال؟

 

هغه مبارک ورته وفرمایل: نه، تاسو به دا مهال ډېر یاست؛ خو د سيلاب د خځلو او بوسو په څېر به یاستئ؛ الله پاک به ستاسو د دوښمنانو له زړونو نه ستاسې وېره او هيبت وباسي او ستاسو په زړونو کې به الله پاک”وهن” و پنځوي . ترې و پوښتل شول: “وهن” څه دی اې د الله پاک رسوله؟ هغه مبارک ورته وویل: د دنيا سره مينه او د مرګ نه وېره.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close