د واورو د اورښت له امله د سالنګ لویه لار تړل شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۹)

په سالنګونو کې د واورې بیساری اورښت پیل شوی او تر دې دمه لا دوام لري.

د پروان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي؛ له تیرو دو ورځو را په دې خوا په جنوبي سالنګ کې تر ۶۰ سانتي متره زیاته واوره اوریدلې چې له امله یې موټر چلونکو ته هم ستونزې ایجاد کړې دي.

د سالنګ ولسوال صابر احمدي وایي؛ د ترافيکي پېښو د مخنيوي په موخه یې له چهارشنبې ورځې راهيسې د سالنګ لويه لار د بار وړونکو موټرو پرمخ تړلې ده.

چارواکو له موټر چلونکو غوښتي چې له دې لارې د تیریدو پر مهال دې خپل موټر په ژمنیو وسایلو سنبال کړي .

دغه لاره چې د هیواد نهه شمالي ولایتونه له پلازمینې کابل سره نښلوي زیاتره وخت د ژمي په راتګ سره د موټرونو پر مخ تړل کیږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close