د واورو زیات ورښت له امله د سالنګ لویه لاره بنده شوه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۰) زرغون خوږیاڼی

د سالنګ لویه لاره د واورو او شدیدو طوفانونو له امله د ترافیک پر مخ بنده شوې ده.

 د سالنګ د سانتې او څارنې رئيس ډګر جنرال محمد رجب ویلي، چې نن سهار ۵ بجې په سالنګ کې د واوره وریدل او سخت طوفانونه پیل شوي چې تر اوسه پورې نږدې ۴۰ سانتي متره واوره وریدلې ده.

د جنرال په وینا، یاده لار یې د شپې لس بجې د ترافیکو پر مخ د هغوی د ساتنې په پار تړلې ده.

نوموړی زیاتوي چې د سالنګ د ساتنې او څارنې ادارې د مسافر وړونکو او بار لرونکو موټرو پرمخ د بغلان ولايت اړوند د خنجان ولسوالۍ په سیمه کې او د پروان ولايت د تاجکانو په سيمه کې د سالنګ لویه لاره تړلې ده.

 جنرال رجب ویلي، د سالنګ لاره به تر هغو پورې دترافیکو پر مخ تړلي وي، چې د واورو ورښت او طوفان کم شوی نه وي ترڅو له احتمالي خطرونو څخه مخنیوی وشي.

د سالنګ تونلونه چې د هندوکش غرونو په سینه کې تیر شوی د هیواد سویل او شمالي سیمې سره نښلوي، د غرونو په دې لړۍ د ژمي په رارسیدو سره د واورې زیات ورښت پیل کیږي، چې د ترافیکو پر مخ یې بیا په ورځو ورځو لار تړلې وي.

د واورو ورښت ته خلک خوشحاله وي چې ابادي ورسره راځي او د اوړي لپاره د اوبو یوه ښه زیرمه جوړوي؛ خو په هیواد کې چې بې وسي زیاته ده او تر ډيره یې عام وګړي د کوټو تودولو پوره توکي نه لري شاید تر ډیره ورته د خوښۍ خبره نه وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close