د وردګو محصل استخباراتو وواژه

لیکوال : رشید حبیب زئی
بیګاه خواله رسنیو کې د طالبانو له لوري د اعدام یوه ویډیو خپره شوه چې د اکثره افغانانو احساسات یې له دې امله خورا په تیزئ سره وپارول چې اعدام شوی کس د کابل پولی تخنیک پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي د څلورم کال محصل و.
د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي یو محصل راته د فیض الرحمن په اړه وویل چې خورا غریب و، آن چې والیبال به یې هم په پلاستکي چپلکو کې کاوه که به چا ورسره ډیر بحث کاوه، ورته ویل به یې «ډیر مه غږیږه چې د مجاهدو له سیمی څخه یم».
نو بیا کوم داسی لامل وه چې یو غریب محصل دې طالبان ووژنی د دې ځواب په اړه د طالبانو رسمي اعلامیه په لاندې ډول ده:
[ فیض الرحمن د اسلامي امارت سيمه ايزې شرعي محکمې ته وړاندې شو
فيض الرحمن په خپل اعتراف کې چې مجاهدينو ته يې بغير له کوم سختۍ سره کړی، ويلي چې په کابل کې د ملي امنيت له لوري د (5لکه) افغانيو د ورکړې په بدل کې د شهيد ډاکټر میرویس په شهادت رسولو ګومارل شوی ؤ .
فيض الرحمن ته د ملي امنيت له لوري يوه بې غږه (بې صدا) تفنګچه هم ورکړل شوې وه، بلاخره چې ډاکټر ميرويس يې په مناسبه موقع په شهادت ورساوه ].
که د طالبانو دې ادعاء ته ځیر شو چې وايي نوموړي د استخباراتو په لارښوونه دا کار تر سره کړی نو معلومېږی چې استخباراتی کړیو په لوی لاس او قصدي ډول، د طالبانو او ولس تر منځ د واټن کمولو او نفرت زیاتولو په موخه یوه غریب محصل ته د پیسو لالچ ورکړی او هغه یې دې کار ته اماده کړی ترڅو د هغه له غربت څخه په استفادې یې خپل دا شوم هدف حاصل کړ چې طالب یې پرې وواژه او بیا د طالب په ساحه کې هستوګن شخص چې طالبانو ته به یې نیول او بیا وژل هم اسان وي غواړي په دې سره طالبان ولس او نړیوالو ته د تعلیم مخالف او د محصلینو وژونکی معرفی کړی .
که طالبان ریښتیا هم د تعلیم مخالف وی، نو بیا به د دوی تر واک لاندې ساحو کې چا د مکتبونو او لیسو نومونه هم نه وی لیدلي، تر لوحو او دیوالونو به یې په داسې مرموزه طریقه سوځولي وی، چې د اعتراض یوه نښه به یې هم نه وی پریښې د مطبوعاتی راپورونو سربېره د لرې پرتو سیمو اوسیدونکي هم شاهد دي چې طالبان د نظامی خوځښت سره هم مهاله د ښونې او روزنې په نوم هم ځانګړې تشکیلات لري چې ډیر وار یې د غونډو ویډیو ګانې په خواله رسنیو کې هم نشر شوي دي.
زما له معلوماتو تر حده طالبانو ته اسلامی احکامات تر هر څه وړاندې دي، قران او حدیث ته په ټولو کتابونو ترجیح ورکوي، له اسلامي حکمونو او افغاني دود او کلتور نه ناخبره وګړي هیڅ کله نه شي کولی د دوی ترمنځ لوړو دندو ته ورسیږی بلخصوص د قضاء او محکمې وظیفه چې ځینې اشخاص ورته خپله هم غاړه نه ږدي ترڅو د غلطې فیصلې له امله د الهی غضب سربېره د عامه ولس او نړیوالو له اعتراض څخه هم په امن کې وي، نو په دغسې شرائطو کې فکر نه کېږی چې نوموړی محصل فیض الرحمن دې بې ګناه وي بلکی د استخباراتو له لوري د یوې شومې دسیسې ښکار شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close