د وروستيو تحولاتو په اړه يو شمېر سوالات او د هغو ځوابات

احمد منصور

په اوسني حکومت کې له خپلې دندې څخه استعفاء ورکول يو معمول عمل ګرځېدلى، له کله نه چې اشرف غني واک ته رسېدلى له هغه را وروسته داسې ورځ نه تېرېږي چې کوم لوړ پوړي چارواکي له خپلې دندې استعفاء نه وي ورکړې، لامل يې دادی چې په حکومت کې د فساد ترڅنګ اختلاف هم اوج ته رسېدلى، پخپله د همدغه بې واکه رژيم مشر د واکمنۍ کلونه يې د عبدالله په شمول، له خپلو واليانو، د وﺯارتو له مسٶلينو، او د خپلې کابينې له غړو سره په اختلافاتو کې تېر کړل.

خو په دې وروستيو ورځو کې د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر لخوا ارګ ته استعفاء وړاندې کول او د غني لخوا يې استعفاء دومره ژر منل د فکر خبره ده، له خلکو سره په دې هکله يو شمېر سوالونه پيدا شوي، غواړم په راتلونکو کرښو کې د پيدا شوو سوالاتو لنډ جوابات وليکم:

١ -ولې د اتمر استعفا دومره ژر ومنلې شوه؟

که څه هم اتمر خپله د دندې پرېښودلو علت د غني په شمول په ارګ کې ناستو چارواکو سره د نظرونو اختلاف وښود، خو ﺯما په آند دا يې د دندې د پرېښودو علت نه دى، هغه په دې معنا چې د نظرونو اختلاف هر ځاى کې موجود وي، نو که د نظرونو  د اختلاف خبره رښتيا وي نو بايد ټول چارواکي له خپلو دندو استعفاوې ورکړي.

که د هېواد په حالاتو نظر واچوو تر بل هر وخت د هېواد وضعيت د خرابېدو په لور روان دی، د اکثرو شنونکو نظر دا دى چې اتمر پخپله وظيفه کې د غفلت له امله لرې کړى شوى دی.

خو د ځينو سر چينو په حواله اتمر په کامل ډول د امريکا ګټو ته ژمن نه وه ځکه اتمر له روس سره خپلې سابقه اړيکې پاللې، او په دې نيږدې ورځو کې يې د روس له چارواکو سره ملاقات شوی و، هغوى ته يې ډاډ ورکړى و، چې ضرور به افغان چارواکي د مسکو په کنفرانس کې ګډون کوي، خو امريکا ته د اتمر دغه کړه وړه د منلو نه وه نو ځکه يې د دندې پرېښودو ته مجبور کړ او پر ځاى يې د امريکا لپاره د افغانستان سفير حمدالله محب د ملي امنيت شورا د نوي سلارکار په توګه وټاکل شو.

٢- ولې يې پر ځاى حمدالله محب وټاکه؟

امريکا ته له هر څه خپلې ګټې مهمې دي، ولو که داسې څوک په لويه عهده هم وي چې په اولس کې قدر او احترام نه لري خو چې د دوى منافع يې په پام کې نيولې وي، يو له ورته خلکو څخه حمدالله محب دى، محب چې د ژوند اکثره برخه يې په غربي ممالکو کې تېره کړې، هلته يې ﺯده کړې هم کړي، ضرور به د غربيانو د احساناتو پور وړى وي، امريکايان هم دا ډول خلک په لويو عهدو ناﺯوي تر څو له يوې خوا خپل احسانات نور هم پرې ﺯيات کړي او له بلې خوا خپل منافع پرې خوندي وساتي.

٣- ولې غني د کابينې له نورو غړو وغوښتل ترڅو له خپلو دندو استعفاوې ورکړي؟

غني څلور نيم کاله دمخه د نورو وعدو ترڅنګ له اولس سره دا وعده هم کړې وه چې هېواد به د غني کولو په لور بوځم او د هېواد ځوانانو ته به د کار کولو ﺯمينه برابره کړم، دا دى د غني د واک کلونه په ختمېدو دي نه خو هېواد غني شو او نه يې ځوانانو ته د کار کولو ﺯمينه برابره کړه، بلکې برعکس د هېواد اقتصادي حالت نور هم ضعيف شو، او ځوانان په هېواد کې د کار نه شتون له امله د اروپايي ممالکو په لور مخه کړه.

غني د کابينې د نوو غړو په ټاکل کېدو غواړي بعضو هغو وعدو ته د عمل جامه ور واغوندي چې له اولس سره يې کړي، په دې سره به اشرف غني دوه ګټې وکړي:

١- خپل ځان به اولس ته سپين باﺯ وښايې، اولس ته به داسې وښايي چې دا دومره کلونه مې ځکه دغو وعدو ته د عمل جامه نه شوى ور اغوستى چې د کابينې غړي مې مفسد ول.

٢- د دغو وعدو په پوره کولو سره به په راتلونکو انتخاباتو کې د کمپاين په شکل کار واخلي.

خلاصه:

د وروستيو تحولاتو څخه رامعلومېږي، امريکا غواړي په را روانو انتخاباتو کې په داخل د حکومت کې يو ځلي بيا داسې خلک په لويو لويو عهدو وګماري چې د دوي ګټو ته ژمن وي او په راتلونکي کې وکولاى شي چې د امريکا منافع خوندي وساتي، ﺯلمى خليلزاد او حمدالله محب يې ښکاره او ژوندي مثالونه دي.

خو ﺯما په آند اوس اوبه له ورخه تېرې دي،ځکه وخت او حالات د طالبانو په ګټه را څرخي، په راتلونکو کلونو کې به طالبان نه يواﺯې ﺯيات شمېر ولسوالۍ ونيسي بلکې په يو شمير ولاياتو به هم واکمن شي، چې په دې سره به له يوې خوا په نړۍ کې د امريکا رعب او دبدبه ختمه شي او له بلې خوا به د امريکا منافع هم ﺯيانمن شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close