د وروستي هوايي بريد په غبرګون کندوز ښار کې لاريون روان دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۴)

د کندوز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د وروستيو عملياتو او هوايي بريد په غبرګون کې د يادې ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي کندوز ښار ته راغلي او د عملياتو د بندېدو او د برید کوونکو د نیول کېدو غوښتنه کوي.

دغه عمليات چې د تيرې دوشنبې په ورځ پيل شوي چارواکي وايي چې لا هم روان دي او تر دې دمه پکې اووه ويشت طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه طالبانو خپل لور ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

له بله پلوه د سيمې اوسېدونکي وايي، د يادې ولسوالۍ مربوط په منګ تېپه سيمه کې د عملياتو پر مهال پر څلورو کورونو هوايي بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې درې ميرمنې وژل شوي او يوه ميرمن او زوی يې سخت ټپيان دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، په دغه بريد کې څلور کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د یادو عملیاتو د بنديدو په غبرګون کندوز ښار ته د چهاردرې ولسوالۍ څخه لسګونه کسان راغلي او د لاريون پر مهال خبرداری ورکړ که د يادو بريدونو عاملين ونه نيول شي نو لويې لارې او حکومتي دفترونه به وتړي.

دا په داسې حال کې ده چې تيره شپه د لوګر په مرکز کې هم ګډو ځواکونو دعملیاتو پر مهال ملکي خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

دوه ورځې مخکې د کاپيسا په تګاب او د ميدان وردګ په جغتو ولسوالۍ کې هم پر کليوالو سيمو هوايي بريدونه شوي چې پر مهال يې لسګونه ولسي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close