د وطن د اصیلو بچیانو قدر وکړئ

لیکوال :نصیب ځدراڼ

په ټوله نړۍ کې یو هم داسې اسلامي هیواد نشته، چې په غیر اسلامي هیواد یې یرغل کړی وي. له چیچنیا نه تر فلسطین، له برما نه تر افغانستان، له کشمیر نه تر عراق، له سوریا نه تر شرقی افریقا، له بوسنیا نه تر ګجرات هندوستان،د شرقي ترکستان نه صومالیه پورې په هر ځای کې په مسلمانانو یرغل شوی، د دوی ځمکې لاندې شوې، کورونه یې ویجاړ شوي، تنکي ماشومان، ښځې، سپین ږیري او ځوانان یې په شهادت رسیدلي، کلي یې په کنډوالو بدل شوي.

د برما د مسلمانانو په اړه د بشري حقوقو د څار سازمان نوی راپور دا دی چې په تیرو شپږو اونیو کې د برما پوځ د په “راخین”ولایت کې د روهینګا د مسلمانانو تر ۱۳۰۰ زیات کورونه ویجاړ کړي دي،راپور ښایې چې صرف د نومبر د ۱۰ نه تر ۱۸ تاریخ پوري ۸۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

له ډیر پخوانه تر نن پورې چې دا دي مونږ او تاسې یې د سر په سترګو وینو که د ځان د دفاع لپاره مسلمانان له کمزورو وسایلو سره پاڅون وکړي نو د ترهګر، افراطي، ورانکاري، ټاپه ورباندي لګیږي، مشران یې تور لیسټ ته اچول کیږي ځوانان یې د بې پیلوټه او جیټ الوتکو په بمبار کې په شهادت رسیږي او د دوی په اند د سرمال زیان رسول ورته قانوني جواز لري..

دا مو هم د سترګو ولیدل چې که واقعي مسلمانان د دیموکراتیکو نظامونو په چوکاټ کې سیاست کوي، او له دې لارې د اسلامي نظام غوښتنه کوي، د بري په صورت کې مشران د ټولو ملي او بین المللي نورمونو او قوانینو پر خلاف زنداني کیږي ، په دار ځړول کیږي او په وړاندې هر قسم روا او ناروا خنډونه جوړیږي.د الجزائز او مصر د اخوان المسلمین حکومتونه یې د بیلګې په توګه یادولی شو.

دا به مو هم لیدلي وي چې په بنګلادیش کې د جماعت اسلامي هغه مشران هم په دار وځړول شول چې کلونه کلونه یې د خپلو هیوادوالو لپاره په ډیر لوړ انداز خدمتونه کړي وه ، د خدمت او سیاست په ډګر کې یې شاهکاره کارنامې درلودلې.

کفار تر هغه زموږ نه نه خوښیږي تر څو چې موږ په هغه لار نه یو روان شوي شچې د دوي خوښه ده، بیلګه یې په سعودي، قطر، کویت او دوبی کې شاهي نظامونه او په مصر، نایجریا، پاکستان او افغانستان کې دیموکراتیک نظامونه لرو ، دا هغه هیوادونه دي چې د امریکا او یا یهودو په خوښه جوړ او رامنځ ته شوي دي.

شاهی،دیکتیاتوري،جمهوري هر نظام د دوی قبول دی خو د دوی په خوښه چې وي.

بیا هم په داسې حالاتو کې چې د خپل وطن افغانستان حالات وګورم او بیا دلته جنګیدونکي مجاهدین وګورم، نو د الله تعالی شکر اداء کړم چې که کندوز کې ووژل شو نو بګرام کې مو غچ واخلي، که روزګان کې و وژل شو نو مزار شریف کې مو غچ واخلي، سخت اوړي کې، په سره ژمي کې په لري دښتو او دنګو غرو کې افغانان په خواږه خوب ویده وي، یو څو خړ پړ ځوانان ټوله شپه ګرځي په خپلو هیوادوالو پیره کوي چې امریکایان چاپه ونه وهي، اربکیان کورونه لوټ نه کړي، څوک جاسوس په کلي کې د بمبارۍ لپاره پتري او نور جاسوسي وسایل ځای پر ځای نه کړي.

که هر څومره یې وسایل کمزوري دي،خو وحشي انګریزان یې په خپلو ځالو کې محاصره دی،دوي نشی کولی چې د یو ځای نه بل ځای ته خوندي اکمالات وکړي

افغانانو!!

که غواړئ چې د برما د مسلمانانو غوندي د برخلیک سره نشئ مخ نو د همدغو خړو پړو طالبانو سره لاس یو کړئ، نه معاش غواړي، نه امتیازات غواړي، نه د چوکۍ لالچ لري، ستاسې د ښه راتلونکي لپاره، ستاسو د ابرو او عزت لپاره ، ستاسو د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره، ستاسو د اسلامي ژوند او برخلیک لپاره تر خپل ځان باروت راتاووي، سرو اورونو ته دانګي هرتکلیف کړاو ولچک او زولنه قبلوي لنډه دا چې په ډیر افتخار خپل ځان قربانوي.

بیشکه د افغانانو اصیل بچیان دي دصلیب د یرغل په خلاف جنګیدونکي مجاهدین دي،او قدر یې وکړئ

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close