د وعـدې ماتولو انجام

لیکنه څارګر خوګیاڼی

عبـدالله ابن مسعو رضی الله تعالی عنه به غره ته تللو لرګی به یی کټ کول او بیا به یی بازار کی خرڅول خپلو بچو ته به یی د خوراک یو څه خواړه راوړل همدا یی د رزق ګټلو یوه وسیله وه۔
یوه ورځ یو کس ورته وویل چی ځه یی په ګرانه بیعه درنه اخلم ته چی یو واری په یو درهم خرڅوی زه یی په دوه درنه اخلم نو عبدالله ابن مسعود رض عنه لاړو غره ته څلور وری یی راوړل مګر بل چاته یی نه ورکول ځکه هغه کس سره یی وعده کړی وه کله چی هغه کس راغلو نو دا ورته وایی چی تاسره می وعده کړی وه ځکه می درته انتظار وکړو نو هغه کس ورته وایی چی تا په څو خرڅول عبدالله ابن مسعود رض ورته وایی چی په یو درهم مګر تا راته ویلی و چی زه یی درنه ګران اخلم نو ته به دڅلورو وریو اته روپۍ راکوی دا ورته وایی چی زه یی په نیم درهم درنه اخلم عبدالله ابن مسعود رض ورته وایی چی ما تر ماښامه انتظار درته وکړو اوس ماښام دی بل څوک هم نشته چی رانه یی واخلی بچو ته یو څه پری واخلم دا کس ورته وایی که په نیمه بیعه یی غواړی صحی ده کنی نه یی درنه اخلم.
پس عبدالله ابن مسعود رض ورته وویل چی الله تعالی درسره پوه شه نو په هغه کس باندی جزام بیماری ولګیده له جسم نه یی غوښه په تلیدو شوه بیا راغلو ابن مسعود رض ته ورته وایی یو په ډبل شپاړس درهمه درنه اخلم نو عبدالله ابن مسعود رض عنه ورته وایی چی ځما زړه نه اوس دا خبره وتلی دا څلور ورځی بعد بیا مردار شو.
باید هر مسلمان د خپلی وعدی پوره کولو کی ناغیړی ونکړی بلکه په خپل وخت یی پوره کړی.
هسی نه چی الله تعالی ګرفت کی راشو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close