د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو کره نیټه معلومه شوې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۹)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولایتي او جمهوري ریاست د ټاکنو کره نیټه تعیین او ټاکل شوې چې د راتلونکي کال د وري پر ۳۱ نیټه به ترسره شي.

د دې کمیسیون مرسیتیال ویاند عبدالعزيز ابراهيمي وایي، نن یې د مدني فعالانو او سیاسي خوځښتونو په ملتیا یوه غونډه کړې او پتېيل شوې چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ټاکنې به د راتلونکي کال د پسرلي په موسم کې ترسره شي.

که څه هم ابراهیمي وایي،چې د ټاکنو کره نیټه به سبا رسماً اعلانوي، خو سرچینو وار دمخه رسنیو ته ویلي چې ټاکنې به د ۱۳۹۸ کال د وري په آخر کې ترسره کوي.

ټاکنو کمیسیون داسې مهال د جمهوري ریاست دټاکنو په نیټې بحث کوي، چې څو ورځې وړاندې ورته ولسمشرغني حکم کړی و، چې د جمهوري ریاست د ټاکنو موده باید ژر تر ژره اعلان کړي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو استازو، بریتانیاوي او امریکایي چارواکو او د ارګ استازو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ژر تر سره کیدو په تړاو څو اړخیزې غونډې کړې وې.
ټاکل شوې ده چې راتلونکې پارلماني ټاکنې د روان کال د میزان پر ۲۸ نیټه ترسره شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close