د ولسمشر ديني پوهه؟؟؟!!!

ليکنه: خاکسار

کله چې په کوم ځای کې د کومې موضوع اړوند غونډه دايرېږي نو ولسمشر هڅه کوي تر څو ولسي وګړي او د غونډې ګډونوال په خپلو جادويي؟؟!! ويناوو تر اغېز لاندې راولي، ځکه نو په مرغلرو پېيلو خوله خلاصه کړي، چې د همدغو مرغلرو د پېيلو له کبله يې پرون شينوارو خورا درناوی وکړ.

چې دلته به د ولسمشر د څو هغو ويناوو يادونه وکړو د کومو له امله چې د نوموړي ديني پوهه ښه څرګندېږي.

کله چې له ټاکنو وروسته ولسمشر هڅه وکړه تر څو ولس ته وښيي چې په ديني پوهه کې هم مهارت لري، نو يې په فارسي ژبه خپل ګران ولس ته وويل: (امام حسن وحسين نواسه های خداوند است) معاذ الله.

په دې سره ولس هم وپوهېده چې ولسمشر مو په دين کې خورا زيات؟؟؟؟!!!! مهارت لري، نو ځکه يې ورڅخه په پراخه کچه ملاتړ اعلان کړ.

دويم ځل بيا په يوه غونډه کې ولسمشر په خپله جادويي وينا؟؟؟؟!!!! کې وويل: چې زه د افغانستان د زراعت لپاره  په هڅه کې يم او  د دې په خاطر چې د هېواد کښتونه ښه رازرغون شي نو ( زه هره ورځ د باران لپاره لس رکعته د تهجد لمونځ کووم!!!؟؟؟؟) له دې سره ولس يو ځل بيا د محمد اشرف غني په زیاتې ديني پوهې اعتراف وکړ، چې ګواکې ولسمشر مو د پوهنتونو تر څنګ په مختلفو مدرسو کې هم زده کړې کړي دي؟؟؟!!!

په دريم ځل چې کله په ارګ کې د اختر لمونځ اداء کېدلو نو ولسمشر د رکوع پر ځای سيده سجدې ته کوز شو، تر څو لمونځ په يوه ځل خلاص کړي!!!! په دې سره هم د ولسمشر د ديني پوهې انګازې نورې هم خپرې شوې. د دې تر څنګ ولسمشر يو ځل د دعا پر ځای ولسمشر خپل لاسونه غوږنو ته د نيت تړلو لپاره يوړل او فکر يې وکړ چې ګواکې نيت تړم!!

همداشان ولسمشر په خوست کې يو ځل ولسي وګړو ته په خپلو زرينو ويناوو کې وويل: (چې خلک فکر کوي، په جنګ کې د ولسمشر دماغ کار نه کوي، بلکې زما دماغ هغه وخت ښه کار کوي، کوم وخت چې په هېواد کې جنګونه، جګړې او نا ارامۍ زیاتې وي)

تر ټولو جالبه دا چې ولسمشر خپلو مخالفانو (طالبانو) ته د غوسې پر مهال وويل: ( چې سر به يې په ککرۍ کې ورماتووم!!!؟؟؟) چې دا بيا د ولسمشر مشهور متل وګرځېده.

خو په دې وروستيو وختونو کې چې کله طالبانو له امريکايانو سره د سولې او امریکايي ځواکونو د وتلو په باب خبرې کولې او تر څنګ يې په مختلفو وختونو کې اعلاميې هم نشرولې نو ولسمشر دا ځل د عامې ديني پوهې تر څنګ  د ايتونو په تفسير هم پیل وکړ او د سولې په باب يې د مختلفو خبرو، متلونو او نورو مهمو خبرو تر څنګ د ايتونو ژباړه هم وکړله او وې ويل: چې ( وسولو خيرون، خدای پاک په قرآن کې دا نه دي ويلي چې ګواکې سوله خير او ښه ده بلکې ويلي يې دي چې سوله واجب ده، فرض ده او لازم ده.) معاذ الله.

نو افغانان چې د خپل هېواد لپاره داسې ولسمشر لري بيا نو څه غم لري؟ داسې نړيوال، مفکر، سوله خوښی، په خپل ولس دردېدلی، شخص لري بيا نو بايد د هيڅ شي اندېښنه ونه کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close