د ولسمشر د تشریفاتي ګارډ مسئول نسیم ګوښه کړی شو

کابل ټکی کام ۱۵سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېره ورځ چهارشنبه ولسمشر غني کندهار ته سفر وکړ، او هلته یې په یوه غونډه کې چې د کندهار زیات شمېر مخور قومي مشران او عالمان د ولسمشر سره د لیدنې لپاره راغلي وو، ګډون کړی وو.
د دې غونډې پر مهال د کندهار د ولایتي شوراء د رئیس سید جان خاکرېزوال او د ولسمشر د تشریفاتي ګارډ د مسئول نسیم پښتون تر منځ له لفظي شخړې وروسته فزیکي شخړه را منځته شوه.
اوسمهال له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، کندهار ته د ولسمشر د سفر پر مهال د جمهوري ریاست د تشریفاتو مسئول محمد نسیم شریفي د کندهار د یوه مشر په وړاندې ناوړه عکس العمل وکړ، چې په غبرګون کې یې ولسمشر د خپل تشریفاتي ګارډ مسئول محمد نسیم شریفي ګوښه کړ.
په خبر پاڼه کې راغلي دي ((دا چې جمهوري ریاست د هر افغان او په ځانګړي ډول د تاریخي کندهار د مشرانو عزت، شان او درناوی خپل عزت بولي، په همدې دلیل جمهور رئیس دغه حکومتي مسئول له کار څخه لیرې کړ.))
د یادولو ده چې په ټولنیزو رسنیو کې یاده پېښه په کلکو ټکو غندل شوې، او دا کار یې د ولسمشر او د ټولو کندهاریانو سپکاوی بللی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close