د ولسمشر د دوهم مرستیال کسانو، د طلوع نیوز خبریال او وروریې سخت ډبولي

نوموړی وایي چې خپله هم زخمي دی خو د ورور حالت یې نازک دی.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۳ فرید افغان)

راپورونه وایی چې د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش ساتونکو د طلوع تلویزیون خبریال جمال‌ناصر فرهمند او د هغه ورور په کونداغونو او برچو سخت وهلي .

فرهمند پرخپله فسبوک پاڼه لیکلي؛ سهار ۸ بجې له خپل ورور سره یوځای خپل کاري دفتر ته پر لاره وم چې د دارالمان له سړک څخه د تیریدو پرمهال ورباندې د دانش کسانو برید وکړ.
نوموړی زیاتوي؛ د دانش کسانو مې لومړی پر موټر برید وکړ، وروسته چې کله زه د پیښې د څرنګوالي په خاطر له موټر څخه ښکته شوم ، هغوی پر ما او ورور مې د کونداغونو او برچو برید وکړ .
نوموړی زیاتوي؛ دکاندارانو او ځایي خلکو ډیرې هڅې وکړې چې دوی دواړه د بریدګرو له وهلو وژغوري خو له توان څخه یې پورته خبره وه ځکه چې په وینا یې هغوی ډیر او وسلوال وو او د سیمیزو خلکو خبرو ته یې پام نه کاو.

نوموړی وایي چې خپله هم زخمي دی خو د ورور حالت یې نازک دی.
فرهمند نه دي ویلي؛ چې ولې د دانش د ملیشو له خوا په نښه شوی، خو زیاتوي چې تر وهلو وروسته یې ولیدل چې د سرور دانش له کوره څخه، څو د تورو ښیښو موټر راووتل او په وینا یې چې ښایي له دې کبله وهل شوی وي چې د هغو له موټرو مخته شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې حکومتي چارواکي په لوی لاس هغه خبریالان چې کرۍ ورځ د دوی د سانسور شویو خبرونو په پوښښ بوخت وي، وهي ټکوي او آن ترور کوي یې، تر دې وړاندې هم د ګډحکومت امنیتي ځواکونو، چارواکو او د مختلفو اداراتو کارمندانو خبریالان تحدید کړي او آن د مرګ ګواښونه یې ورته کړي.
د شنونکو په وینا؛ هغه خبریالان چې ولسي خلک یې د دولت او بهرنیانو فکري مبلغین بولي، اوس خپله د هغه دولت له خوا چې ورته وفادار دي، سزا ویني چې دا دتعجب وړ خبره ده .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close