د ولسمشر د مرستيال سرور دانش څرګندونو ته د ولسي جرګې غړو غبرګون

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۸)

د افغانستان د ولسي جرګې غړي وايي، دا چې د حکومتي مشرانو کورنۍ او اولادونه په بهرنيو هېوادونو کې ژوند کې نو د هېواد روان وضعيت ورته هيڅ ارزښت نه لري.

د ولسي جرګې غړو د ولسمشر د دوهم مرستيال سروردانش پرونيو څرګندونو ته په غبرګون کې له حکومتي مشرانو غوښتي چې خپلې کورنۍ او اولادونه چې په بهرنيو هېوادونو کې د ارام ژوند کوي بايد افغانستان ته راولي، څو په هېواد کې روان وضعيت يې زړه درد وکړي.

څو ورځې مخکې د ولسي جرګې غړو په غوڅ اکثريت غوښتنه وکړه چې له امريکا سره دې په امنيتي تړون بيا کتنه وشي او یا دې دغه تړون لغوه شي چې د ولسمشر دوهم مرستيال دانش په خپلو پرونيو خبرو کې د ولسي جرګې ياده غوښتنه د جرګې د غړو د شخصي ګټو په بنياد وبلله په وينا يې ولسي جرګې غړي د سياسي رقابت له پلوه دغه ډول غوښتنې کوي.

خو د ولسي جرګې غړو په ننۍ غونډه کې د افغانستان روان وضعيت د اندېښنې وړ وباله زیاته يې کړه د حکومت مشرانو ته اوسنی خونړی وضعيت ځکه بې اهميته دي چې کورنۍ او اولادونه يې په بهرنيو هېوادونو کې دي او دلته د افغانانو حالت، روان وضعيت ورته هيڅ ارزښت نه لري.

که څه هم د دغه امنيتي تړون د لغوه کېدو یا د بيا کتنې لپاره يې تر اوسه عملي ګام نه دی پورته شو خو د ولسي جرګې غړو يوځل بيا ټينګار وکړ چې په دغه تړون دې بیا کتنه وشي، او اړتيا يې ځکه نه ليدل کېږي چې تر اوسه بهرنيانو پرې عمل نه دی کړی نو بايد لغوه کړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې له امريکا سره د امنيتي تړون تر ټولو زيات پلوي صبغت الله مجددي، حامدکرزي، اتمر او ګڼو نورو سیاسي مشرانو په يوې غونډې کې د امنيتي تړون د بيا کتنې يا لغوه کولو غوښتنه وکړه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close