د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار له دندې استعفا ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۳)

د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني ته نږدې څیره او د امنیت شورا مشر حنیف اتمر له دندې استعفا ورکړې.
نوموړي په یوه مکتوب کې د خپلې استعفا ابلاغ کړی او ویل کیږي چې اشرف غني هم  د نوموړي استعفا هم منلې.
حنیف اتمر د ملي یووالي د حکومت په تشکیل کې تر ټولو د زیات واک څښتن او د نظام په کلیدي معاملو کې یې لاس درلوده.
پخوا هم راپورونه و، چې په ارګ کې د ننه د سختو اختلافاتو له امله به تر اکلیل حکیمي وروسته نوموړی هم د استعفا ورکوي، ویل کیږي د ارګ په داخلي چارو او په مهمو کلیدي موضوعاتو د امریکایي او بریتانوي چارواکو د اختلافاتو له امله حنیف اتمر استعفا ته اړ شوی.
اتمر د پخواني خلق ګوند پورې تړاو لري چې د امریکایانو تر راتګ وروسته تر ډیره بریتانیا ته منسوبه څیره بلل کیده.
یک تلویزویون ته یې سرچینو ویلي چې د اتمر تر استعفا وروسته ښایي د کورنیو چارو وزیر (اویس احمدبرمک) او د ملي امنیت مشر (معصوم ستانکزی) هم په لنډ راتلونکي کې استعفا ورکړي.
د ساسي چارو کار پوه نظرمحمد مطمئن وایي
د اتمر د استعفا دوه لاملونه کیدای شي:
داچې عبدالرشید دوستم، صلاح الدین رباني، عطا نور او شمال ټلوالې غړو د اتمر ګوښه کېدل غوښتل.
۱ـ که د ګډ حکومت مشر له دوستم او ځینو نورو سره بیا ځل معاملې ته رسیدلی وي.
۲ـ داچې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته به حنیف اتمر نوماند وي او خپل ټاکنیز کمپاین به کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close