”د ولسمشر چاپلوسي مې نه کوله ځکه له دندې ګوښه کړل شوم“

د ارګ له لوري له دندې تر ګوښه کېدو څو ورځې وروسته، د اوبو او انرژۍ پخوانی وزیر علي احمد عثماني وايي چې د نظر د اختلاف او ولسمشر ته ”د چاپلوسۍ نه کولو“ له امله له دندې ګوښه کړل شوی دی.

د جمهور نیوز د خبر له مخې، علي احمد عثماني نن یکشنبه په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال رسنیو  ته د اوبو او انرژۍ وزارت له څوکۍ د خپلې ګوښه کېدا ”لاملونه“ څرګند کړل.

ښاغلي عثماني وویل، په اوبو او انرژۍ وزارت کې د نوموړي ”د پرمختیايي طرحو پر وړاندې د انډیوالۍ حکومتداري، رفیق بازي او قوم پالنه خنډ و،“ او دا په تېرو دریو او په ځانګړې توګه په وروستي کال کې د نوموړي د طرحو له ځنډ او خنډ سره د مخ کېدو لامل شول.

علي احمد عثماني د خبري کنفرانس پر مهال ویلي چې په اوسني حکومت کې ”د غوړه مالۍ او چاپلوسۍ خبره چلېږي،“ او دئ هم د چاپلوسۍ نه کولو له کبله له خپلې څوکۍ لیرې کړل شو.

نوموړی وايي، ”د تېر کال له وروستیو راهیسې، ولسمشر ته د چاپلوسۍ نه کولو او په پرمختیايي چارو کې د ولسمشر پر نظرونو د نیوکو کولو له امله په اوبو او انرژۍ وزارت کې زما پر ضد توطیې پیل شوې او قانوني صلاحیتونه مې نورو ادارو او بې صلاحیته سلاکارانو ته نقل شول.“

عثماني د وزارت له چوکۍ د نوموړي د ګوښه کېدو په اړه د یوه پټ پلان په اړه هم خبر ورکړی دی. نوموړی وايي، د تېر کال په جدي میاشت کې له اوبو او انرژۍ وزارته د نوموړي د ګوښه کولو په موخه ”یو پلان جوړ شوی و چې له ناکامۍ سره مخ شو.“

د عثماني په خبره، تر دې ”ناکامۍ“ وروسته، په اوبو او انرژۍ وزارت کې د د ده پر ضد ”د توطیو یوه څپه راپورته شوه چې د نوموړي په ګوښه کېدو سره ختمه شوه.“

عثماني تور پورې کړی چې د کابینې په ټولو غونډو کې ”د ګواښونو او ویرې فضا حاکمه ده او وزیران د ګوښه کېدو له ویرې ازاد او د حکومت د مشرۍ د میل خلاف وړاندیزونه نه شي مطرح کولای.“

د اوبو او انرژۍ پخوانی وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نوموړی نږدې درې اونۍ وړاندې (د غبرګولي په ۱۶مه) د ولسمشر اشرف غني په امر له دندې ګوښه کړل شو. خو اجراییه رییس، ډاکټر عبدالله عبدالله، د نوموړي له ګوښه کېدو سره مخالفت وکړ او له چینه یې د ولسمشر تر راستنېدو پورې خپلې دندې ته د دوام ورکولو امر ورته وکړ.

تېره اونۍ داسې راپورونه خپاره شول چې د ولسمشر ځانګړو ساتونکو د علي احمد عثماني دفتر قلف کړی او پخپله عثماني یې کور ته لېږلی دی. خو وروسته ارګ دا راپورونه رد کړل.

د یادونې وړ ده، د اوبو او انرژۍ وزارت د اجراییه ریاست په برخه رسېدلی او علي احمد عثماني هم د اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري دې وزارت ته ورپېژندل شوی و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close