د ولسي جرګې د اداري هیئت ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې

عبدالرحیم ایوبي تر ټولو په وروستۍ درجه کې یواځې ۱ رایه ترلاسه

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۹ فرید افغان)

نن د ولسي جرګې د اداري هیئت ټاکنې ترسره شوې چې هیڅ یو کاندید ونه شو کولی د اداري هیئت لومړۍ مرستيالۍ دوهمې مرستيالي او د ولسي جرګې د منشي په توګه ځان ته وړ رايي پیدا کړي.
په ننۍ ناسته کې ۲۲۱ استازو خپلې رايي وکارولې او کاندیدانو د ولسي جرګې اداري هیئت ته د ورتګ لپاره ۱۱۱ رایو ته اړتیا درلوده.
لومړۍ مرستيالي ته درۍ نوماندان و، همایون همایون ۱۰۸ رایې نذیر احمدزي ۷۹ او عبدالرحیم ایوبي تر ټولو په وروستۍ درجه کې یواځې ۱ رایه ترلاسه کړه.

همداراز د دوهم مرستيالۍ لپاره سید علی کاظمي او غلام فاروق نوماندان و، چې په ترتیب سره یې ۷۶ او ۷۷ رایې ترلاسه کړې.
د ولسي جرګې د منشي توب څوکۍ ته عبدالروف انعامي ا و عبدالقادر ځاځی نوماندان و، چې دواړو ۸۱ او ۹۹ رایې خپلې کړې.

یواځې عرفان الله عرفان چې د ولسي جرګې د نایب منشي په توګه ځان نوماند کړی و، پر خپله دنده پاتې شو.

د یادونې وړ ده چې د ولسي جرګې رئیس د جرګې تر کاري دورې خو د اداري هیئت غړي بیا هرکال نوي ټاکل کیږي.
باید وویل شي چې ولسي جرګې په غیرقانوني توګه د اتم کال لپاره په کار پیل کړی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close