د ولسي جرګې رئيس وايي؛ خلک ورځ له بلې له حکومته لرې کېږي

کابل ټکی کام ۱۹وږی/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

د افغانستان د ولسي جرګې رئيس عبد الرؤوف ابراهيمي ويلي دي، چې د حکومت د مبهمو سياستو او ګڼو نورو عواملو له امله ملت ورځ په ورځ له دولته لرې کېږي او د دواړو تر منځ باور له منځه درومي.

ابراهيمي د احمد شاه مسعود د وژل کېدنې د څوارلسم تلين په مناسبت د لويې جرګې په تالار کې په جوړه غونډه کې د مسعود د زرګونو پلويانو په منځ کې زياته کړه، چې د زده کړو ځوانانو وزګارتيا، زوروه غريبي، د حکومت د مبهمو سياستونو له کبله د ځوانانو ډله ييز مهاجرتونه، کمزوری اقتصاد، بې مهاره او قوي اداري فساد، زورواکي، قوم پرستي، په لوړو دولتي منصبونو کې انحصار غوښتنه، سسته حکومتداري، د نشه يي توکو لا ډېرېدل او ګڼ نور عوامل د دې لامل شوی، چې ملت ورځ په ورځ د هلاکت غېږې ته ور وغورځي او له دولته فاصله واخلي.

د هغه په وينا دغو ستونزو د دواړو لوريو باور له منځه وړی او دې ته يې زمينه برابره کړې، چې خلک له حکومته فاصله واخلي.

ابراهيمي په دې غونډه کې د امنيت د تامين په خاطر د جګړې په ډګر کې وسله والو ځواکونو ته د وسلې او تجهيزاتو د نه رسولو له کبله هم پر دولت نيوکه وکړه.

هغه د حل لارې په توګه وويل، چې که قانون حاکم شي، ټولنيز عدالت او ښه حکومتداري رامنځته شي او په دندو کې رښتونولي او کار ته ژمنتيا موجوده وي، له اوسني حالته وتل ستونزمن نه دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close