د ولسي جرګې غړي د ساتونکو له لوري د ولسي خلکو د وژل کېدو په غبرګون د بغلان- کندوز لاره تړل شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۸) نن سهار لسګونه کسانو په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د څو تنو ولسي خلکو د وژل کېدو په غبرګون د بغلان- کوندوز لاره تړلې ده.

اعتراض کوونکي وايي، په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازي قدرت الله ذکي ساتونکو پر ولسي خلکو ډزې کړي چې په ترڅ کې يې درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره ورځ د ولسي جرګې پر غړي قدرت الله ذکي د بغلان کوندوز پر لويه لاره د چهارشنبې په سیمه کې د طالبانو له لوري بريد وشو چې د امنيتي مسئولينو په وينا په بريد کې د هغه یو ساتونکی وژل شوی او خپله ذکي ټپي شوی.

خو اعتراض کوونکي وايي، د قدرت الله ذکي ساتونکو د بريد پر مهال پر ولسي خلکو ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې يو ملکي کس ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.

يوې امنیتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته د قدرت الله ذکي د ساتونکو له لوري د ملکي خلکو وژل کېدل تاييد کړي دي.

خو خپله قدرت الله ذکي وايي، په کومه سيمه کې چې پر ده برید شوی هلته ملکيان نه و او مرګ ژوبله يواځې طالبانو ته اوښتې ده.

پر قدرت الله ذکي د بريد مسئوليت طالبانو منلی وايي، په دې بريد کې د قدرت الله ذکي درې ساتونکي وژل شوي او خپله ذکي مرګونی ټپي شوی دی.

ډیر کله داسې پېښې کېږي چې پر چارواکو، افغان او بهرنيو ځواکونو د بريدونو پر مهال عسکر په ملکيانو ډزې کوي او يا هم ملکي ميشت ځايونه د هوايي بريدونو اولويو توپونو هدف ګرځوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close