د ولسي جرګې غړي: غزني ولايت د سقوط له ګواښ سره مخ دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۷) په ولسي جرګه کې د غزني استازي وايي، چې د غزني ټول ولايت د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

د ولسي جرګې غړي محمد اخلاقي د جرګې په ننۍ غونډې کې وويل: د غزني او د دې ولايت د مرکز په ګډون ټولې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

نوموړي اندېښنه څرګنده کړه، که په دې اړه مرکزي حکومت پاملرنه ونه کړي ښايي غزني هم د کوندوز له برخليک سره مخ شي.

د جرګې غړو او رئيس عبدالروف ابراهيمي هم د غزني امنيت اندېښمن وباله په خبره يې په دغې ولايت کې د طالبانو بريدونو او هدفي وژنو زور اخيستی چې ورځ تر بلې پکې امنيتي وضعيت خرابيږي.

په داسې حال کې د غزني د سقوط مسله مطرح کېږي چې څو ورځې مخکې طالبانو د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ په بشپړه توګه ونيوله او د ولسوال او امنيه قومندان په ګډون پکې لسګونه پوليس ووژل شول.

که څه هم د دفاع وزارت وايي، چې د غزني په ګډون يې په بېلابيلو ولايتونو کې پوځي عمليات پيل کړي خو طالبان هره ورځ د دغې ولايت څخه د پوځي مرکزونو، پوستو او چريکي بريدونو راپورونه ورکوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close