د ولسي جرګې غړی: ډیری بهرنیان د افغانانو بډوډي ځان ته پیوند کوي

 

(کابل تکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۳)

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي منورشاه بهادري نن د جرګې په عمومی ناسته کې څرګنده کړه، چې بهرنیان د افغانستان په شخصي روغتونونو کې د افغانانو بډوډي ځان ته پیوند کوي.

نوموړي وویل؛ “ په داسې حال کې چې ډیری افغانان هندوستان ته د بډوډو یا (ګردې) د درملنې لپاره ځي، خو بهرنیان بیا ددې رنځ درملنه په افغانستان کې کوي.“

بهادري زیاته کړه؛ دا کار د هیواد په زیاتره شفاخانو او شخصي روغتونونو کې روان ده او سره له دې چې دا چاره کاملاً غیر قانوني کړنه ده خو ډیری افغانان د فقر او لوږې له امله مجبور دي چې د خپل بډوډی پلور ته زړه ښه کړي.

یاد وکیل وویل؛ دا لویه فاجعه ده چې بهرنیان د افغانانو له مجبوریت نه سوء استفاده کوي او هغوی پرې د خپل خواږه بدن غړي پلوري .
نوموړي پر ولسي جرګه غږ وکړي چې دا موضوع دې جدي ونیسي، ځکه چې د ده په وینا دا چاره اوس د روغتونونو سربیره آن په یوشمیر کورونو کې د ځینو شخصي روغتیایي مرکزونو له خوا ځانګړې خونې جوړې شوې او دا چاره په کې ترسره کیږي.
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د جرګې روغتیایي چارو کمیسیون ته دنده وسپارله چې دا موضوع تعقیب کړي او په هکله یې د عامې روغتیا له وزارت سره خبرې وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close