د ولسي جرګې له ننۍ غونډې درې استيضاح شوي وزيران بريالي ووتل

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۶) الماس خدرخیل

د ولسي جرګې په ننۍ غونډه کې درې استضاح شوي وزيران بريالي شول او په خپلو دندو پاتې شول.

د ولسي جرګې غړیو په ننۍ استيضاحيه غونډه کې د عامې روغتياوزیر، اقتصاد او د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزيرانو په غياب کې ددوی په اړه خپلې رايې وکارولې.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د غونډې وروسته د استيضاح شويو وزيرانو د رايو نتيجه داسې اعلان کړه: د عامې روغتیا وزیر فيروزالدين د تائید رایې ۱۷۰، د اقتصاد وزیر ستار مراد د تائید رایې ۱۱۴ او د کډوالو د وزیر سيد حسين عالمي بلخي د تائید رایې ۱۰۵ او دوی پرخپلو څوکيوپاتې شول.

همدارنګه فیروزالدین ۲۶ رد رايې، ستار مراد ۸۱ رد رایې او سیدحسین عالمي بلخي ۹۰ رد رايې اخیستي دي.

ولسي جرګې دوه اونۍ مخکې پریکړه وکړه، چې د ګډحکومت د کابینې ۱۷ وزیران په ۱۳۹۴ کال کې د کمې  بودیجې د مصرفولو له امله استیضاح کوي.

دغې جرګې د استيضاح شويو ۱۷ وزيرانو له جملې تر دې دمه ۱۶ وزيران استيضاح کړي، چې ۷ وزيران له دندو ګوښه شوي او پاتې ۹ چې د وکيلانو د باور رایې يې ترلاسه کړي په خپلو دندو پاتې شول.

له دندو ګوښه شويو وزیرانو په لیست کې د لوړو زده کړو وزیره فریده مومند، د فوایدې عامې وزیر محمود بلیغ، د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیره نسرین اوریاخیل، د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي، د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي، د ترانسپورت وزیر محمدالله بتاش او د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني شامل دي.

د يادونې ده، چې ګډحکومت ويلي و، ترڅو چې ستره محکمه د سلب اعتماد وزيرانو موضوع څېړي دوی بايد خپلو دندو ته دوام ورکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close