د ولسي جرګې وکیلې یو دکاندار ډبولی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۲)

د کابل په پل سرخ سیمه کې د ولسي جرګې یوې وکیلې یو دکاندار تر مرګه وهلی او مالی زیانونه یې هم ور اړولي.

د پل سرخ سیمې یو شیریني پلورونکی وایي، تیره ورځ ورته د غزني استازې “هما سلطاني“ له څو تنو سره یوځای دکان ته ورغلې او نوموړي ته یې سپکې سپورې ویلې.
دکاندار وایي “ وکیلې ته مې وویل ستا کسان بیخي زیات دي او دکان ته مشتریان زیات راځي، لطفاً دوی له دوکانه بهر ودروه؛ هغه پر دې خبره غوسه شوه او د خپلو کسانو په مټ یې ووهلم“
نوموړی زیاتوي، وکیلې یې تر وهلو وروسته د دکان ټولې ښیښې او څوکۍ ماتې کړې او یوې ښځینه مشتري ته یې هم سپکې سپورې ویلې.
د کاندار زیاتوي، له همدې امله یې نږدې حوزې ته شکایت کړی خو هغوی ورته نا امیده کونکی ځواب ورکړی “ د حوزې مسؤلینو راته وویل، دا وکیلان دي، قضایي مصؤنیت لري، نه شو کولی ستاسو قضیه وڅیړو“

دا لومړی ځل نه دی چې د پارلمان یو وکیل په لوی لاس د ولسي خلکو په ځورونه لاس پورې کوی، تر دې وړاندې ګڼو وکیلانو امنیتي ځواکونو، ترافیکو او ولسي وګړو ته د وهلو، ډبولو او سپکو سپورو په ویلو دریغ نه دی کړی او نه هم ورسره کوم قانوني چلند شوی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close