د ولسي جرګې ټاکنو ټوليیزه ارزونه!

خیرالله شینواری

ټاکنې د ډيموکراسۍ هغه اصل دی چې ولسونه يې پر مټ خپل سياسي سرنوشت ټاکي. متأسفانه زمونږ په هيواد کې پر ټاکنو د خلکو باور هغه وخت له مينځه ولاړ چې په تېر څه د پاسه اوولس کلونو کې وخت ناوخت دغه بهير له پراخو درغليو، کورنيو او بهرنيو لاسوهنو، سيستماتيکو او ډراماتيکو پايلو سره مخ و، چې د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې يې تر ټولو لوی ثبوت او مثال دی.

د ملي وحدت حکومت د جوړيدو په توافق ليک کې يوه ماده د ټاکنيزو اصلاحاتو وعده وه چې دواړو مشرانو يې له ولس سره کړې وه. د ولسي جرګې له ټاکنو وړاندې په يو مبهم بهير کې د حکومت مشرانو د ټولو نافذه قوانينو خلاف د ټاکنو د دواړو کميسونونو ټول کميشنران له دندو ګوښه او بيا يې پخپله خوښه نوي کميشنران په ښکاره د سليقو په اساس وټاکل. د ولسي جرګې ټاکنې کابو ۴ کاله له خپل وخته وځنډې او دغې جرګې د قانونو په وضع کولو او لغو کولو کې هيڅ رنګه قانوني مشروعيت نه درلود. بلاخره د ټاکنو نېټه اعلان شوه او په کابو دوه نيم زره کانديدان له ټول هيواده د دغې جرګې ۲۴۹ څوکيو ته نوماندان شول.

خو مخکې او وروسته له پروسې ځينې مهمې ننګونې وې چې هيڅرنګه پام ورته نه وه شوی او دغه ټاکنې يې کمرنګه کړې.

لومړی: امنيت

دغه ټاکنې پداسې وخت او حالت کې اعلان شوې چې د نړيوالو راپورو او سروې ګانو مطابق کابو ٪۷۰ خاوره د طالبانو تر کنترول لاندې ده او هغوی ددې پروسې په ټينګه مخالفت اعلان کړی وه، يواځې له ټاکنو دوه ورځې وړاندې په جنوب غرب حوزه کې د حکومت دوه لوړ پوړي نظامي چارواکي قومندان عبدالرازق او عبدالجبار قهرمان ووژل شول.

د ډيموکراتيکو ارزښتونو له مخې د ټاکنو لپاره د لازمو شرايطو برابرول يو مهم اصل دی، خلک بايد په امن فضا کې د صندقونو په لور ولاړ شي او ددې اختيار ولري چې صندوق په کاڼو ولي که رايه ور اچوي.

متأسفانه چې دې ټاکنو ته هيڅرنګه ځانګړي امنتي تدابير نه وه موجود. کليوالي سيمې پخپل ځای، حتی په ښارونو کې هم ناامني خوره وه. تر ټولو ښه مثال يې د کندوز ښار دی چې په نيم ښار کې جګړه وه په نيم کې ټاکنې روانې وې، کابل چې مرکز دی شاوخوا لس چاودنې د ښار په مختلفو برخو کې وشوې.

په کليوالي سيمو کې طالبانو تر خپل کنترول لاندې ساحو کې ټاکنو هيڅ اجازه ورنکړه او د حکومت په ساحو يې تعرضي او تخريبي عمليات تر سره کړل چې پروسه يې ګډه وډه کړه او خپل نفوذ يې وښود.

دوهم: د ټاکنو د مديريت ضعف

د ټاکنو مديريت فوق العاده ضعيف او کمزوری ثابت شو، يواځې په کابل کې چې مرکز دی په لسګونه مرکزونه تر يوولس بجو هم رايې ته اماده نشول. ځينو مرکزونو کې بيا حساس مواد لومړی نه وه او وروسته بيا خلاص ول، د سټيکرونو ليستونه سره ګډ وډ شوي او د يو مرکز پر ځای بل مرکز ته تللي وه، مثلا د حکومت د اجرائيه رئيس نوم په ليست کې نه وه.

دغسې ستونزې ددې باعث شوې چې خلک په کتارونو کې ساعتونه ساعتونه منتظر پاته شي او بلاخره د رایې له حقه محروم شي. دا وضعيت په کابل ښار کې دومره پېچلی شو چې د رايې اچونې بهير يې دويمې ورځې ته وغځاوه کوم چې ډېر نادر اوکمساری اقدام ګڼلای شو.

په دوه ورځې رايه اچونه کې هم ډير خلک چې غوښتل يې رايه واچوي محروم پاتې شول، پدې کې تر ټولو جالبه دا چې رايه اچونکي لا څه چې خپله کانديدان او حتی د شکاياتو د کميسون يوه کميشنره هم له رايې اچونې پاته شوې وه، دا ټول د يوه کمزوري مديريت وجه وه چې د ټاکنو پروسه يې له ننګونو سره مخ کړه.

دريم: د خلکو ګډون په پروسه کې یا Voters Turnout

دا په ټاکنو کې د مشروعيت له لحاظه تر ټولو مهم اصل دی چې څومره خلکو په ټاکنو کې ګډون وکړ او نه يوازې دا چې ګډون يې وکړ بلکې ددوی ګډون څومره پر معنی او سرنوشت ټاکونکی وه، کميسون ويل چې ۹ مليونه کسان واجد شرايط دي خو د لومړۍ ورځې په پای کې رسمي ارقام يو نيم مليون وښودل شول، چې دا په هيڅ صورت د منلو وړ هم نه وه، ځکه د پورته فکتورونو په شتون کې لا د دومره خلکو ګډون ناممکنه وه، دلته په مراکزو کژ د خلکو له ګډونه دا څرګنديده چې څومره پيکه دی، خو که بالفرض دا وهم منو نو ډيره کمه شمېره ده چې په هيڅ صورت نشي کولای د هيواد مقننې قوې ته مشروعيت ورکړلای شي.

څلورم: درغلۍ

ټاکنو کې درغلي معمول وي، دا په ډيرو پرمختللو هيوادونو کې هم پېښېږي خو هغه ډير جزوي وي داسې نه چې هر څه بدل کړي او د توقع خلاف نتايج راوباسي.

په کابل او ولاياتو کې نوماندانو او بيا په ځانګړې توګه زورورو او مافيايي نوماندانو د ځان په ګټه کافي درغلۍ وکړې، د حساسو موادو پټول، په پيسو رايې اخيستل، جعلي تذکرې او سټېکرونه، زير سن هلکانو باندې رايې اچول، د ورځې په پای کې صندقونه ډکول، د شپې په خپله خوښه رايو کې ادلون بدلون د پراخو درغليو يوه لوه برخه وه چې د ټاکنو روڼتيا يې تر سوال لاندې راوسته او د پروسې مشروعيت يې وننګاوه.

ارزونه

پدې برخه کې کافي دلايل شته چې دا ټاکنې ناکامه، تر ټولو کمزورې او د ولس د طمعې او هيلو خلاف تر سره شوې او يواځې د مسؤليت پخاطر په افغان ولس تپل کيږي. په کور دننه لويو او بانفوذه سياسيونو دا ټاکنې ناکامه وبللې، نړيوالې ميډيا ددې ټاکنو مشروعيت تر سوال لاندې راوست او د سختو نيوکو سره مخ شوې چې پايلې به يې تر دې لا څو چنده د هيلو او توقعاتو خلاف راووځي او اټکل کيږي چې تر ټولو جنجالي به هم وي.

په اخيره کې غواړم ووايم چې زمونږ هيواد او خلک تر هر څه وړاندې سولې ته ضرورت لري، په جګړه کې انتخابات نه وي بلکې انتصابات وي، د سولې په نتيجه کې به يو سرتاسري ثبات د ولس د ارمانونو او توقعاتو سره سم ژغورنې، خپلواکۍ، نظام، ټاکنې، ولسواکي او ټولنيز عدالت ته لار پرانيزي تر څو زمونږ خلک هم لکه د نورو سيال او د خپل سرنوشت د ټاکلو حق پخپل لاس ولري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close